د افغان ملت ګوند پخوانی مشر او لیکوال ډاکټر محمد امین واکمن ومړ

محمد امین واکمن

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح، محمد امین واکمن پر سیاست سربېره، په لیکوالۍ، خبریالۍ او فرهنګي برخو کې هم فعالیت درلود.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د افغان ملت ګوند پخوانی مشر ډاکتر محمد امین واکمن د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ومړ.

محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند له هغو پخوانیو مشهورو څېرو و چې د افغانستان په سیاسي او فرهنګي برخو کې یې اوږدمهاله فعالیت درلود.

نوموړی له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۵ کاله د افغان ملت د یوې څانګې مشر پاتې شوی چې بیا وروسته یې د "افغان ټولنپال ولسواک ګوند" سیاسي مشري کړې ده.‌

محمد امین واکمن پر سیاست سربېره، په لیکوالۍ، خبریالۍ او فرهنګي برخو کې هم فعالیت درلود.

افغان ملت ګوند په ۱۹۶۶ کال د غلام محمد فرهاد په مشرۍ جوړ شو، خو بیا وروسته د مشرتابه او سیاسي تګلارې پر سر د اختلاف له کبله پر بېلابېلو ډلو ووېشل شو.

هغه د پښتو ژبې، تاریخ، ادب او ټولنیزو مسلو په اړه ګڼې لیکنې او د سوشل ډېموکراسۍ په اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی.

ځینو پخوانیو افغان سیاستوالو د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

د تېر جمهوریت پرمهال د مالیې پخواني وزیر انوارالحق احدي لیکلي چې د ډاکټر محمد امین واکمن مړینه په ملي سیاسي چارو کې د تحرک او ابتکار مړینه بللې ده.

شاه محمود میاخېل لیکلي، چې "د هغه [محمد امین واکمن] مړینې افغانان، پښتانه سیاستوال او فرهنګي شخصیتونه خواشیني کړي دي".

د ښاغلي میاخېل په خبره، له محمد امین واکمن سره په (امریکا غږ) راډیو کې همکار و او تل به یې پر ملي سملو نژدې بحثونه او نظریات شریکول او د پښتو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې او زیار ایستلی دی، چې تشه "نه ډکېدونکې" ده.