امریکا: شمالي کوريا کېدای شي ډېر ژر اتومي بم ولري

د عکس سرچینه، Reuters
د امريکا د استخباراتو مشر جېمز کلپېر وايي شمالي کوريا کېدا شي ډېر ژر د اتومي وسلو د جوړولو لپاره کافي پلوټونيم ولري.
نوموړي زياته کړه چې پيونګيانګ د بلېسټيک توغنديو د سيستم جوړلو لپاره هڅې کړې دي. دا خبرې د شمالي کوريا له خوا د اوږد واټن توغندي له ازمويلو څو ورځې وروسته ګېږي. ګوتنيوونکي وايي شمالي کوريا غواړي منعه شوي توغندي وازموي.
تېر کال سپټمبر مياشت کې پیانګ يانګ ويلي وو چې د یونګ باين اتومي بټۍ يې يو ځل بيا فعاله کړې ده.
د پلوټونيم دغه درېيمه اتومي بټۍ د اتومي وسلي د پروګرام سرچينه بلل کېږي. شمالي کوريا د روان کال په جنورۍ مياشت کې څلورمه اتومي ازموينه کړې وه.
ښاغلي کلېپر د امنيت په برخه کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما يو له مهمو مشاورينو ګڼل کېږي.
څو ورځې وړاندې، شمالي کوريا د اوږد واټن توغندی ازمويلی و، چې په وينا يې دا يې د سټلايټ د ځای پر ځای کولو لپاره توغولی و. خو ګوتنيوونکي بيا وايي شمالي کوريا غواړي بلېسيټک توغندي وازموي.
ځينې شننونکي په دې اند دي چې شمالي کوريا د امريکا، جاپان او د هغوی د ګټو په نښه کولو لپاره اتومي وسلي او توغندي جوړوي.
د امريکا د ملي امنيت چارواکي وايي د شمالي کوريا بلېسټيک توغندي په سيمه کې ثبات له منځه وړلی شي او د امريکا د متحدينو لپاره د خطر سبب کېدای شي.
څو اوونۍ وړاندې <link type="page"><caption> شمالي کوریا د هایډروجن بم</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2016/01/160106_ns_north_korea_hydrogen_bomb.shtml" platform="highweb"/></link> بریالۍ ازموينې ادعا کړې وه.



















