شاهد افریدی:د کورې اېنډرسن مې نوم هم نه و اورېدلی

په یوه ورځني کرېکټ لوبه کې د خپلې چټکۍ سلیزې ریکارډ ماتېدو په باب پاکستانی لوبغاړی شاهد افریدی وايي، له کرېس ګیل یا ډېوېډ وارنر نه یې تمه وه، چې دا ریکارډ به مات کړي، خو وايي د کورې اېنډرسن یې له دې مخکې نوم هم نه و اورېدلی.
د نیوزیلنډ بېټسمن کورې اېنډرسن د چهارشنبې په ورځ په ۳۶ توپونو سلیزه جوړه کړه او یوه ورځني کرېکټ کې یې د چټکې سلیزې جوړولو ریکارډ خپل کړ.
نوموړي دغه کارنامه له ویسټ انډیز سره یوه سیالي کې تر سره کړه. شاهد افریدي ۱۹۹۶ کال اکتوبر کې د سریلانکار پر خلاف یوه ورځنۍ لوبه کې هغه مهال په ۳۷ توپونو سلیزه جوړه کړه، چې عمر یې ایله ۱۶ کاله و.
له اې ایف پي خبري اژانس سره د خبرو پر مهال شاهد افریدي یو لور د کورې اېنډرسن د لوبې ستاینه وکړه، نو بل پلو یې ومنله، چې له دې مخکې یې د دغه لوبغاړي نوم هم نه و اورېدلی.
افریدي وویل، وراره یې له د خپل ریکارډ له ماتېدو خبر کړ، خو وايي دومره باید ووایم، چې دا لویه لاسته راوړنه ده او اېنډرسن د دې ویاړ مستحق دی.
د نوموړي په وینا په ۳۶ توپونو ۱۰۰ منډې جوړول خورا ګران کار دی.

شاهد وايي، ریکارډونه د همدې لپاره جوړیږي چې باید یوه ورځ مات شي، خو وايي هیله مې دا وه، چې له لوبې نه زما د تقاعد اخیستو تر مهاله دغه ریکارډ پر خپل ځای پاتې شي. وايي، دا زما لپاره او په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره د ویاړه خبره وه او زما له نوم اخیستو سره به د دغه ریکارډ یادوونه هم کېده. د شاهد افریدي په وینا:
' د ویسټ انډیز له کرس ګیل یا د اسټرالیا له ډېوېډ وارنر نه یې تمه وه، چې دغه ریکارډ به مات کړي، خو د اسې فکر مې هم نه کاوه، چې یو نوی زده کونکی لوبغاړی به دغه ریکارډ مات کړي.'
نوموړي زیاته کړه' هیله کوم یو بل پاکستانی لوبغاړی ډېر ژر د اېنډرسن دغه ریکارډ مات کړي، خو په اوس حال کې باید د اېڼدرسن د دغې لاسته راوړنې ستانیه وشي.'



















