د اتومي پروګرام په اړه د ایران او نړیوالو خبرې

د خپرېدو وخت

ایراني مرکچیان وايي له هغه راهیسې چې نوی ولسمشر حسن روحاني واک ته رسېدلی دی، د ایران د اټومي پروګرام په اړه له نړیوالو ځواکونو سره د خبرو اترو فضا مثبته شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر چې د خپل هېواد د مرکچیانو مشري کوي، وايي پر دې مسلې د وړاندې تګ په اړه د ایران نظر ته ښه غبرګون ښوول شوی دی.

په ژنو کې، چې د خبرو لومړی دور په کې روان دی، د اروپايي اتحادیې یوهّ ویاند وویل ایران باید له کوټلو وړاندېزونو سره رامخ ته شي.

په دې خبرو کې دواړو لورو يوه "محتاطه خوشبيني" وښوده.

دا له کله نه چې حسن روحاني ولسمشر شوى، له نړيوالې ټولنې سره پر خپل اټومي پروگرام د ايران لومړنۍ خبرې وې.

د اروپايي ټولنې يوه وياند وويل چې ايراني پلاوي په ژنيو کې د دې دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې يو شمېر وړانديزونه مخته کړيدي.

ښاغلي روحاني چې په آگست کې ټاکل شوى، ويلي و چې غواړي په شپږو مياشتو کې په دې اړه يوه تړون ته ورسېږي. لوېديځ لا هم شکمن دى چې ايران د اټومي وسلې وړتيا ته د رسېدو هڅه کوي.

د برتانيا پخواني لومړي وزير ټوني بلير بي بي سي ته وويل چې د ايران پر اټومي پروگرام دا خبرې يو ازمېښت دى. د هغه په وينا دا ازمېښت به وښيي چې د نوي ولسمشر حسن روحاني لفاظۍ د اټومي وسلو لور ته له هڅو څخه د لاس اخيستو له عملي اقداماتو سره هم ملگرې کېږي او که نه.

د ژنيو دا خبرې د ايران او د نړيوالو ځواکونو د "پنځه جمع يو" ډلې ترمنځ تر سره کېږي چې برتانيه، چين، فرانسه، روسيه او امريکا او دغه راز جرمني په کې گډون لري.
د عکس تشریح، د ژنيو دا خبرې د ايران او د نړيوالو ځواکونو د "پنځه جمع يو" ډلې ترمنځ تر سره کېږي چې برتانيه، چين، فرانسه، روسيه او امريکا او دغه راز جرمني په کې گډون لري.

ښاغلي بلير وويل هر تړون چې په دې برخه کې کېږي، بايد په آسانۍ د ثبوت وړ وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو د مشرې کاترين اشټن يوه وياند- مايکل من خبريالانو ته وويل چې ايراني پلاوي خپل نوي وړانديزونه په الکترونيک لنډيز وړاندې کړل، خو نور جزييات يې ورنه کړل.

د دواړو لورو مرکچيانو- کاترين اشټن او محمد جواد ظريف له يوه ټاکلي واټن نه يو بل ته د هرکلي سرونه وخوځول. دننه د خبرو په تالار کې ښاغلي ظريف د يوه تور کوچني کمپيوټر په مرسته د ايراني لوري نظر د پاور پوينټ په بڼه په انگرېزي ژبه وړاندې کړ.

يوه ايراني چارواکي خبريالانو ته وويل چې د نړيوالو ځواکونو استازو د ايران وړانديزونو ته مثبت غبرگون ښودلى دى. په ژنيو کې ډېپلماتانو ويلي چې د ايران د خبرو اورېدو ته چمتو دي، خو دا يې هم زياته کړې چې دغه هېواد بايد پراخ او رغوونکي وړانديزونه ولري.

هېڅوک هم د کومې سملاسي موافقې تمه نه لري.

د ايران يوه خبري چينل ويلي چې تهران وړانديز کړى چې د خپلو يورانيمو د پخولو اندازه لږه کړي چې د ملگرو ملتو له اساسي غوښتنو څخه بلل کېږي.

د ژنيو دا خبرې د ايران او د نړيوالو ځواکونو د "پنځه جمع يو" ډلې ترمنځ تر سره کېږي چې برتانيه، چين، فرانسه، روسيه او امريکا او دغه راز جرمني په کې گډون لري.

‌د ۲۰۱۳ کال له جون راهیسې چې د ایران حکومت په مشرتابه، د ایران په بهرني سیاست او همدارنګه اټومي فعالیتونو په سیاست کې څه مثبت بدلون ترسترګو کیږي، نو داسې هیلې شته چې د ایران ناندریز اټومي پروګرام ته به یوه سوله ییزه د حل لاره پیدا شي او که چېرې دا سوله ییزه حل لاره پیدا نه شي، نو نړیوالې ټولنې په سر کې امریکا په وار وار دا ګواښ کړی چې د اړتیا په صورت کې به په ایران نظامي برید وکړي.