هندټاکنې: بریدونو او چاودنو ۱۲ کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، AFP
د هندوستان په مرکزي ایالت چتیس ګړ کې د شکمنو ماویست یاغیانو په دوو بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې بیجاپور سیمه کې شکمنو ماویستانو یوه برید کې شپږ کسان وژلي دي.
دغه وژل شوي ټول کسان په بستر سیمه کې د رایې کاروونې مرکزونو کارکوونکي وو، چې د شنبې په ورځ سیمه ییز مرکز جګدل پور ته ستنېدل او په لاره کې ووژل شول.
دویم برید بستر سیمه کې د روغتیا ادارې پر امبولانس وشو، چې ویل کېږي تر شا یې ماویستانو لاس درلود.
دغه برید کې له پنځو کسانو سره د امبولانس ډرېور هم وژل شوی دی.
د پولیسو ویاند دپانشو کابرا په وینا تلنار کلي ته څېرمه د ټاکنو کارکوونکي په خپل ګاډي کې پر لاره وو، چې د ماویستانو له لوري په سړګ کې پر خښ شوي ماین یې ګاډی وخوت.
د نوموړي په وینا پېښه کې تر اوسه دوی ته د ۶ کسانو د وژل کېدو او ۱۲ نورو د ټپي کېدو رپوټونه رپوټونه رسېدلي دي.
د پولیس په وینا یوه بس ګاډي کې د ټاکنو کارکونکي خپل کمپ ته پر لاره وو.
د دوی په وینا دغه کارکونکي د اپریل ۱۰ له ټاکنو ترسره کولو وروسته دغه ځای کې مېشت وو او نن د جګدلپور سیمې ته استول کېدل.

د عکس سرچینه، Rajkumar Tiwary BBC
دغه سیمه کې د اپریل په ۱۰ ټولټاکنې تر سره شوې.
د ټاکنو پر مهال ماویستانو ۱۰ ځایونو کې بریدونه وکړل او په ځینو سیمو کې یې چاودنې هم وکړې، چې پکې یو شمېر کسان ټپیان شول.
په بجاپور، دانتي واړه او سکما سیمو کې د پولیسو او ماویستانو تر منځ نښتې هم شوې دي.
پولیسو له سکما او دانتي واړې سیمو نه یو مقدار چاودیدونکی توکي هم تر لاسه کړي دي.
دغو سیمو کې ماویستانو د ګاډو تګ راتګ مخه نیولو هڅې هم کوکړې.



















