بریتانوي او امریکايي استخباراتو د تیلیفونونو ''پټ نومونه غلا کړي''

د عکس سرچینه، AP
د Intercept وېبپاڼې د نظرپوښتنې پربنسټ د خپاره شوي راپور له مخې، د امریکا او بریتانیا استخباراتي بنسټونو د جاسوسۍ لپاره د ګرځنده تیلیفونونو پټ نومونه غلا کړي دي.
راپور وايي، امریکايي او بریتانوي استخباراتو د ګرځنده تیلیفونونو پټ نومونه د سیم کارتونو جوړولو د یوه شرکت له لارې غلا کړي، چې وکړای شي غږیزې خبرې واوري.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې استخباراتو د Gemalto په نامه د یوه خصوصي شرکت د سیم کارتونو پټ نومونه ترلاسه کړي.
دغه شرکت د ګرځنده تیلیفونونو لپاره د سیم کارتونو جوړولو تر ټولو لوی شرکت دی.
راپور پخپلو موندنو کې د مخکیني امریکايي مامور اډوارډ سنوډن له خوا د افشا شویو معلوماتو پربنسټ دغه معلومات خپاره کړي دي.
The Interceptوېبپاڼه پخپل راپور کې وايي، استخباراتو په هالنډ کې د Gemlato شرکت د انجینرانو خاصو خبرو جاسوسي هم کړې ده.
په راپور کې کښل شوي چې استخباراتو له اټل نه ډېرو تیلیفوني خبرو ته غوږ نیولی دی.
د امریکا د ملي امنیت بنسټ د فرانس پرېس خبري اژانس د غوښتنې له مخې پر راپور کومه تبصره نه ده کړې.
د Gemalto شرکت ویاندې فرانس پرېس ته ویلي، شرکت هڅه کړې ده چې غله معلوم کړي او په ټول وس د هغوی مخه ونیسي، خو دغه راپور به جدي وګڼي.
ویانده زیاتوي، د برید هدف ددوی شرکت نه دی، بلکې تیلیفوني خبرو ته رسېدل یې هدف وو.
دغه شرکت میلیاردونه سیم کارتونه تولیدوي.


















