د منصور هادي د حکومت وزیران عدن ته ستانه شول

د عکس سرچینه، AFP
په نړیواله کچه د یمني ولسمشر عبد ربه منصور هادي په مشرۍ په رسمیت د پېژندل شوي حکومت ځینې وزیران د سعودي عربستان په یوه چورلکه کې د یمن سوېلي عدن ښار ته ستانه شوي دي.
دغه چارواکي په تبعید کې وو.
له دغو وزیرانو سره د یمن ځینې استخباراتي چارواکي هم ملګري وو.
عبد ربه منصور هادي په تېر مارچ میاشت کې پر پلازمېنې صنعاء د حوثیانو له واکمنېدا وروسته سعودي عربستان ته وتښتېد.
دغه وزیران یوه ورځ وروسته تر هغه یمن ته ستانه شوي، چې د ولسمشر هادي په ملاتړ د ولسي پاڅون په نوم د جرګه ګیو جنګیالیو او د دووی نورو ملاتړو وسله والو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړو جنګیالیو اعلان وکړ چې له یمن نه یې د حوثیان شړلي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په دې جګړو کې د هادي د ځواکونو ملاتړ کاوه.
حوثیان د زیدي شیعه ګانو ملېشې دي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د یمن له حکومت سره د جګړې لپاره وسلو ته لاس کړی دی.
په لومړي سر کې حوثیان اعلان کړی و، چې ګني د عبد ربه منصور هادي له حکومت سره یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړی، خو وروسته یې د حکومت او ولسمشر پر ضد پاڅون او جګړې پیل کړې.
یمن ته له سعودي عربستان نه په ستنو شویو وزیرانو کې د کورنیو چارو وزیر د استخباراتو مشر او د پارلمان د ملي مجمع مرستیال مشر هم دي.
حکومت ته یوې نژدې سرچینې ویلي، ولسمشر دغې ډلې ته امر کړی چې عدن ته ستنه شي او هلته د حکومتي بنسټونو د بیا فعالولو او د هېواد د اداره کولو لپاره چمتووالی ونیسي.

د عکس سرچینه، Reuters
د یمن په جګړه کې تر اوسه څو زره کسان وژل شوي لسګونه زره نور بې کوه شوي دي.
ملګرو ملتونو د یمن پر روان وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او هلته یې وضعیت ناوریني اعلان کړی دی.



















