هنګري کې کډوال د اتریش پولې پر لور روان شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

سلګونو هغه کډوال چې له تېرو څو ورځې راهیسې د هنګري پلازمېنې بوداپېست د اورګاډو په یوه تمځي کې بند پاتې، پلي روان شوي او وايي غواړي ځانونه اتریش ته ورسوي.

اوسمهال هنګري کې زرګونه کډوال هڅه کوي لوېدیځې اروپا ته ورسېږي او د دغه هېواد چارواکي یې کنترولولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

بله خوا د اورپايي ټولنې هېوادونو تر اوسه هم د کډوالو د کړکېچ د حل لپاره په یوې واحدې تګلارې هوکړه نه ده کړې.

د هنګري، چیک جمهوریت، سلواکیا او پولنډ لومړي وزیرانو په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د برابر وېش وړاندیز رد کړی دی.

په یوې وینا پاڼه کې، دغو مشرانو "هر هغه وړاندیز رد کړ چې د یووالي په موخه د کډوالو حتمي او دایمي وېش یا سهمیه معرفي کوي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې مشر وویل د اروپايي ټولنې هېوادونه باید "په پوره ځواک" لاس په کار شي او تر ۲۰۰ زرو کډوال ومني.

جرمني او د شمالي او لوېدیځې اروپا نورو هېوادونو ته د رسېدلو لپاره هنګري د کډوالو عمده ترانزیتي لاره ده.

هنګري کې پرله پسې دوهمه ورځ ګډوډي روانه وه:

  • یو لوی شمېر کډوال، چې ځینې وايي له زرو زیات دي، چې د بوداپېست د کیلیتي اورګاډي تمځي کې یې انتظار ویست، د اورګاډو د نشتوالي له کبله، اوس له هغه ځایه د ویانا په لور پلي روان شوي، چې نږدې ۲۴۰ کیلومتره واټن لري.
  • د کیلیتي اورګاډي تمځي کې وروسته له هغه نښتې رامنځ ته شوې چې ښي اړخو سخت دریځو د کډوالو په لور پټاخې وغورځولې چې له غوسې ډک غبرګون یې را وپاروه.
  • د بیسکي د اورګاډي تمځي کې د پولیسو او مساپرو تر منځ لا هم لانجه روانه ده. دغلته خلک نه غواړي د کډوالو لپاره جوړ یوه ترانزیتي پنډغالي ته د نوملیکنې او نور رسمي بهیر چارو بشپړولو لپاره ولاړ شي. د کډوالو یوه لویه ډله له سیمې تښتېدلې او د اورګاډي پټلیو تر څنګ پلي روان دي.
  • سربیا سره پر پوله د کډوالو لپاره د روزکي له کمپه سلګونه کسان وتلي او پولیس یې تعقیبوي. دغلته زرګونه نور هم هڅه کوي له کمپه وتښتي.

د اروپايي ټولنې د قوانینو پر بنسټ، کډوال باید هماغه هېواد کې د کډوالۍ غوښتنلیک وسپاري چې لومړی ور رسېږي.

خو ډېری هغه کسان چې هنګري ته رسېدلي، نه غواړي دغه هېواد کې یې نوملیکنه ترسره شي ځکه ډېر امکان لري چې هنګري کډوال و نه مني. د دغه هېواد وګړي کم او اقتصاد یې دومره پیاوړی نه دی.

دوی غواړي جرمني او نورو بډایو هېوادونو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه وسپاري.