د ترکیې انقره کې د چاودنو قربانیانو شمېر ۹۵ کسانو ته ورسید

د عکس سرچینه، Reuters
ترکیه وایي، ۹۵ تنه پلازمېنه انقره کې د سوله ییز لاریون پرمهال په شکمن ځانمرګي برید کې وژل شوي دي.
په دغه خونړي برید کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپيان شوي دي.
د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اوغلو په ترکیه کې درې ورځني ملي ویر اعلان کړی دی.
ځانمرګي برید هغه مهال وشو چې ځوانانو یو بل ته لاسونه ورکړي وو او سندرې یې ویلې. د ترکیې ولسمشر دا یو ' ترهګریز ' برید بللی او غندنه یې کړې ده.
ظاهراً د چاودنې هدف د حکومتي ځواکونو او د کردستان کارګر ګوند ترمنځ د نښتې پرضد لاریون و.
د خلق دیموکراتیګ ګوند چې د کردانو له ملاتړه برخمن دی، چې د "دیموکراسۍ لپاره سوله" په نامه لاریونونو جوړولو غوښتنه یې کړې وه.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د چاودنو په ځای کې مړي پراته دي.
حکومتي چارواکو دغه چاودنې ترهګریز بریدونه بللي او د هغو رپوټونو په اړه یې څېړنه پیل کړې، چې له دغو چاودنو یوه یې ځانمرګی برید و.

د عکس سرچینه، Reuters
د خلق دیموکراتیک ګوند مشر د برید پړه پر دولت اچولې، او د ټولو ټاکنیزو غونډو لغوه کولو امر یې کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
ترکیه له تېر جولای میاشتې راهیسې د وسله والو د نښتو شاهده ده.
د امري په نامه یوه عیني شاهد بي بي سي ته وویل، د دوو جلا چاودنو غږونه یې واورېدل او بیا وروسته یې پر ځمکه مړي ولیدل. دی وايي، قهرېدلو خلکو غوښتل د پولیسو پر موټر برید وکړي.

د عکس سرچینه، Sinan Onus

د عکس سرچینه، dha
په تېر جون کې هم په دیار بکر ښار کې د خلق دیموکراتیک ګوند پر یوه لاریون چاودنه شوې وه.

د عکس سرچینه، SINAN ONUS

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، DHA



















