روسيې له مصر نه ۱۱۰۰۰ روسي سيلانيان وېستلي دي

د عکس سرچینه، Reuters
روسيه وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې له مصر نه ۱۱۰۰۰ روسي سيلانيان بېرته خپل هېواد ته په الوتکو کې رسولي او پاتې نور به يې د يکشنبې ورځې تر پايه ولېږدوي.
مسکو وروسته له هغې د جمعې پر ورځ مصر ته د خپلو پروازونو ځنډولو اعلان وکړ چې د دغه هېواد په سيناء ټاپو کې يوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه وغورځېده.
ابتدايي راپورونه چې لا يې بشپړ پخلی نه دی شوی ښيي چې الوتکه کې چاودنه شوې ده.
په الوتکه کې د وژل شويو ۲۲۴ کسانو چې ډېری يې روسان وو، د ياد مراسم په سن پيترزبورګ ترسره کېږي.
بريتانيا له شرم الشيخ نه د چې د اکتوبر پر ۳۱مه په کې روسۍ الوتکه لوېدلې خپل ۳۵۰۰ سفر کوونکي لېږدولي دي.
بريتانيا د چارشنبې پر ورځ شرم الشيخ ښار ته خپلې الوتنې وځنډولې.
په لومړي سر کې روسيې د بريتانيا پرېکړه وغندله، خو وروسته د جمعې پر ورځ يې پخپله مصر ته د الوتنو ځنډولو اعلان وکړ.
مصر ته د ورتلونکو سيلانيانو لويه برخه روسان دي چې خپلې رخصتۍ دغلته د شرم الشيخ او غردقه په تفريحي ځايونو کې تېروي.
چارواکي وايي هغه مهال چې روسيې له مصر نه د خپلو اتباعو د وېستو پرېکړه وکړه، په مصر کې ۸۰۰۰۰ روسي سيلانيان وو.




















