د انقرې چاودنه کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
له ترکيې څخه راغلي راپورونه ښيي چې په پلازمېنه انقره کې يوه چاودنه شوې ده.
ترکيې چارواکي وايي په دغه چاودنه کې لږ ترلږه ۲۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۱ نور ټپيان دي.
د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې چاودنه د پارلمان له ودانۍ او د ترکیې د پوځ له مرکز سره نژدې د يوه تېرېدونکي پوځي موټر تر څنګ شوې ده.
ويل کېږي د دغې پېښې له امله د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اذربايجان ته خپل سفر لغوه کړی دی.
د رويټرز خبري اژانس، د ترکيې د يوه پوليس له خولې وايي، په يوه موټر کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله دغه چاودنه رامنځ ته شوې ده.
په رسنیو خپاره شوي تصويرونه د پېښې په ځای کې دود او ګرد ښيي.

د عکس سرچینه، EPA
د ترکيې د واکمن ګوند يوه وياند دغه بريد يوه "ترهګريزه" ګړنه بللې ده.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
په وروستيو څو مياشتو کې په ترکيه کې يو شمېر مرګوني بريدونه شوي، يو له هغو يې په استانبول ښار کې و، چې ۱۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
همدا ډول تېر اکتوبر مياشت په نقره کې د سولې پر لاريون بريد کې ۹۹ کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty



















