اروپايي ټولنه څه ده اوڅرنګه کار کوي؟

د خپرېدو وخت

اروپايي ټولنه څرنګه پېل شوه

اروپايي ټولنه په یوې جګړې ځپلې او ویشل شوې لويې وچې کې د سولې په هیله جوړه شوه.

د دویمې نړیوالې جګړې له پاي نه پنځه کاله وروسته، فرانسې او جرمني داسې یو پلان جوړکړ چې دا دواړه هېودادونه نورهېڅکله یو د بل پر ضد بیا جګړه ونه کړي.

د دې پلان په پایله کې په ۱۹۵۰ کال کې شپږو هېوادونو یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د ډبروسکرو او پولادو زېرمې به سره ګډوي.

اووه کاله وروسته په روم کې يو تړون لاسلیک شو چې اروپايي اقتصادي ټولنه(EEC) ېې جوړه کړه- چې د اوسنۍ اروپايي ټولنې بنسټ دی.

بریتانیا یو له دريو غړو هېوادونو څخه وه چې د دې ټولنې د پراختیا په لومړي پړاو کې په ۱۹۷۳کې ورسره یو ځای شوه.

اوس اروپايي ټولنه ۲۸ غړي دولتونه لري چې د وګړو ټول شمېر يې له ۵۰۰ ميلیونو څخه ډېر دی.

کوم هېوادونه په اروپايي ټولنې کې شامل دي؟

اروپايي ټولنه په پرلپسې ډول له شپږو موسسو غړو څخه ۲۸ هېوداونو ته پراخه شوه. بلجیم، جرمني، ایټالیا، لکسمبورګ او هالینډ په ۱۹۵۷کې د اروپايي ګډ بازار یا EEC غړیتوب ترلاسه کړ.

بریتانیا، آیرلینډ او ډنمارک په ۱۹۷۳کې ورسره یو ځای شول، پنځه کاله وروسته په ۱۹۸۱کې یونان، پرتګال او اسپانیا هم د ګډ اقتصادي بازار غړي شول.

د جرمني له یووالي نه وروسته ختیځه جرمني هم ورګډه شوه او په ۱۹۹۵کې اتریش، فنلینډ اوسویډن د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ.

د اروپايي ټولنې تر ټولو ستره پراختیا په ۲۰۰۴کې وه چې ۱۰ نوي هېوادونه په کې کډ شول. رومانیا او بلغاریا په ۲۰۰۷ او کروییشیا په ۲۰۱۳ کې د اروپايي ټولنې غړي شول.

اروپايي ټولنه څرنګه کارکوي؟

د اروپايي ټولنې د کارونو د پرمخ بېولو لپاره څلور مهمې موسسې کارکوي- اروپايي کمېسیون، اروپايي پارلمان، اروپايي شورا او د عدالت محکمه.

د دې ټولو لګښت څومره دی؟

د بریتانیا د ماليې وزارت د ارقاموله مخې، په ۲۰۱۵ کې اروپايي ټولنې بودیجې سره د بریتانیا تخمیني خالصه مالي مرسته ۸،۵ ميلیاردو سترلینګ پونډو ته رسېده.

هر هېواد د خپلو پراختیايي پروژو لپاره له اروپايي ټولنې څخه یوه اندازه پيسې بېرته ترلاسه کوي. بریتانیا ته هم یوه اندازه پيسې بېرته ورکول کېږي.

د بودیجې زیاتره برخه پر کرنیزو سبسډیو باندې لګول کېږي او بریتانیا د نورو هېوادو لکه فرانسې په پرتله لږې پيسې تر لاسه کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د بریتانیا ټوله ناخالصه مالي مرسته د اروپايي ټولنې د ټولې بودیجې تقریبا ۱۲،۶ سلنه وه.

د اروپايي ټولنې په بودیجې کې د جرمني ونډه تر ټولو ډېره یعنې ۲۱،۳۶ سلنه او له هغې وروسته د فرانسې ونډه ۱۵،۷۲ سلنه وه.

اروپايي ټولنه خپلې پيسې څرنګه لګوي؟

د اروپا ګډ اقتصادي بازار د یوې تجارتي ټولنې په توګه پېل شو- چې تجارتي مالونه او خدمتونه به په آزاده توګه له یو ځايه بل ځاې ته خوځېدل- او اوس غواړي چې سیمه ییزې نابرابرۍ کمې کړي، چاپېریال وساتي، د بشري حقونو دفاع وکړي او د پوهنې روزنې او څېړنو په برخو کې پانګونې وکړي.

اروپايي ټولنه د بریتانیا تر ټولو ستره تجارتي ملګرې ده.

د بریتانیا اتباع کولای شي په آزاده توګه د اروپايي ټولنې په هر هېواد کې کار وکړي او د اروپايي ټولنې بودیجه په بریتانیا کې د بزګرانو د ملاتړ، د کارونو د پېاوړتیا، د ویجاړو سیمو بیا ودانولو او د پوهنتونونو د څېړنو سره د مرستې لپاره هم کارول کېږي.

اروپايي ټولنې، انحصاراتو سره د مبارزې او د رقابت د پېاوړتیا له لارې، د سفرد لګښتونو په کمولو کې ونډه اخیستې.

له هېواده بهر د ګرځنده ټیلیفونونو د ډیټا لګښت ېې کم کړی او په اروپاکې ېې د څښلو اوبو د کیفیت لپاره معیارونه ټاکلي.

خو بزګرانو ته د دولتي مرستو یا سبسډیو ورکول د دې سبب شول چې ځینې کرنیز تولیدات د اړتیا له حده زیات شي، له دې کبله اروپايي ټولنه اړ شوه چې پر خپلې کرنیزې تګلارې له سره فکر وکړي.

منتقدین وايي اروپايي ټولنې د بریتانیا له حکومت څخه له حده ډېر واکونه اخیستي، مقررات ېې د بریتانیا اقتصاد لپاره ډېرلګښت لري او له هغو پرته به بریتانیا کولای شي د مخ پر ودې اقتصادونو لکه چین او هند سره نورې تجارتي معاملې لاسلیک کړي.

منتقدین دا هم وايی چې اروپايي ټولنه د ماليې ورکونکو پيسې پر اضافي بیروکراسي باندې ضایع کوي- لکه ستراسبورګ ته د اروپايي پارلمان د غړو میاشتیني سفرونه چې وايي ۱۸۰ ميلیونه یورو لګښت لري.

بریتانیا کې ولې ټولپوښتنه کېږي؟

لومړی وزیر ډېوېډ کمېرون غواړي چې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي
د عکس تشریح، لومړی وزیر ډېوېډ کمېرون غواړي چې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي

د بریتانیا حکومت ژمنه کړې چې د ۲۰۱۷ کال له پای نه مخکې، په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه یوه ټولپوښتنه وکړي.

په زیاتېدونکې توګه ډېرې غوښتنې کېدې چې په اروپايي ټولنې کې د بریتانیا د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو په اړه دې د ټولو خلکو راېې واخیستل شي، ځکه چې دا ټولنه له پخوا نه ډېره لویه او پېاوړې شوې ده.

په تېر وخت کې، بریتانیا د اروپايي ټولنې د ځینو مهمو پرېکړو څخه ځان ایستلی وو، لکه واحدې پېسې یا یورو او شینګن تړون، چې د غړو هېوادونو په پولو کې ېې کنټرولونه کم کړي دي.

لومړی وزیر ډېویډ کېمرون غواړي چې بریتانیا په اروپايي ټولنه کې پاتې شي، په دې شرط چې په مقرراتو کې يې ځینې ټاکلي بدلونونه راوستل شي- لکه کډوالو ته د وړیا دولتي مرستو کمول او د هغو هېوادونو د ګټو ساتنه چې په یورو زون کې شامل نه دي.

منتقدین باورلري چې اروپايي ټولنې بریتانیا وروسته پاتې ساتلې، د ورکړو پېسو په بدل کې لږ څه تر لاسه کوي او بهتره به وي چې د خپلو پولو کنټرول بېرته ترلاسه کړي.