"د حکومت لپاره د مخالف ګوند نوماندې کابينې له نيمايي ډېر غړي استعفا کوي"

د عکس سرچینه، Getty
بي بي سي موندلې چې د کارګر ګوند نوماندې کابينې له نیمایي ډېر غړي ښایي ګوښه کېدو ته د ګوند د مشر جیرمي کوربن اړ ایستلو لپاره، له خپلو پوسټونو استعفاوې وکړي.
دا بدلون وروسته له هغه رامنځته شو چې ښاغلي کوربن خپله د حکومت لپاره د مخالف ګوند نومانده کابينه کې د بهرني سیاست سلاکار له دندې لرې کړ.
د راپورونو له مخې، د کارګر ګوند د بهرني سیاست مسوول هیلري بن د پارلمان نور استازي هڅول چې له ښاغلي کوربن د باور رایه واخلي او همداراز یې هڅه کوله پر هغه د لا فشار راوړلو لپاره د کابینې نورو غړو ملاتړ ترلاسه کړي.
د کارګر ګوند سیاستوالو یوه ډله له اروپایي ټولنې د وتلو ټولپوښتنې تبلیغاتي کمپاین کې د ښاغلي کوربن پر هڅو اعتراض او هغه په بې کفایتۍ تورنوي.
کارګر ګوند اروپایي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدل غوښتل، خو ویې نشوای کولی خپل ملاتړي په ځانګړې توګه کارګر قانع کړي.
ښاغلي کوربن پخوا د اروپایي ټولنې د غړیتوب سخت مخالف و، خو په وروستۍ ټولپوښتنه کې یې په دې ټولنه کې د پاتې کېدو دفاع وکړه. د هغه منتقدین وایي، له دې دریځه د هغه ملاتړ له زړه نه و.
په بریتانیا او ځینو نورو پارلماني نظامونو کې، مخالف ګوندونه د یوه ګډې کابينې په جوړولو، خپل وزیران او د دولت احتمالي مسوولین ټاکي، تر څو د حاکم ګوند د کړو وړو څارلو ترڅنګ، تل د قدرت ترلاسه کولو ته چمتو وي.















