د بنګله دېش یرغمل پېښې ټول قربانیان بهرنیان دي

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینې واجد پر تلوېزیون خپله وینا کې ویلي، دولت به یې د ترهګرۍ جرړ وباسي:
د عکس تشریح، د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینې واجد پر تلوېزیون خپله وینا کې ویلي، دولت به یې د ترهګرۍ جرړ وباسي:
د خپرېدو وخت

د بنګله دېش حکومت وايي، د پلازمېنې ډاکې په یوه کېفې کې د مشکوکو اسلامپالو د یرغمل پېښه او نښته کې ۲۰ یرغمل شوي کسان وژل شوي، چې ټول بهرنیان دي.

وړاندې د بنګله دېش حکومت ویلي وو، شپږ برید کوونکي وژل شوي او یو نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۹ ايټالويان، ۸ جاپانيان او ۱ هندۍ وژل شوي دي.

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې حسینې واجد پر تلوېزیون خپله وینا کې ویلي، دولت به یې د ترهګرۍ جرړې وباسي:

"ما ډېر ټکان وخوړ، دا کوم ډول مسلمانان دي؟ دوی هېڅ دین نه لري. زما حکومت به له بنګله دېشه د ترهګرۍ او اورپکۍ جرړې وباسي".

د برید پړه د "اسلامي دولت" نومې ډلې منلې ده.

د عکس سرچینه، AP

تېره ماښام په وسلو سمبالو کسانو لږترلږه هلته دوه ویشت کسان یرغمل کړل.

رویټرز خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د پوځ نژدې ۸۰۰ کومانډو او پولیس پر کېفي برید کې ګډون لري.
د عکس تشریح، رویټرز خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د پوځ نژدې ۸۰۰ کومانډو او پولیس پر کېفي برید کې ګډون لري.

عیني شاهدانو ویلي، د پولیسو او کومانډو په برید کې د متقابلو ډزو غږونه اورېدل شوي او لس دقیقې وروسته ډزې بندې شوې دي.

پولیسو له کورنیو تلوېزیونونو غوښتي چې د پېښې په تړاو ژوندۍ وېډیوګانې خپرې نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP

بنګله دېش کې د بي بي سی خبریال، چې د پېښې سیمې ته نژدې ورغلی وايي، د پولیسو د برید مشري د بنګله دېش د سمندري او ځمکنیو ځواکونو قومندانان کوي.

د برید سیمه (هُلي کېفې) شاوخوا کوڅې او سړکونه له زغره والو او پوځي ګاډو ډک ښکاري.

رویټرز خبري اژانس وايي، د بنګله دېش د پوځ نژدې ۸۰۰ کومانډو او پولیس پر کېفي برید کې ګډون لري.

بنګله دېشي چارواکو ویلي یرغمل کوونکي شپږ یا اته کسان وو.

دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري.

د عکس سرچینه، HA

د عکس تشریح، دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري.

د عکس سرچینه، HA

دغه کېفې په هغه سیمه کې ده، چې شاوخوا کې یې یو شمېر سفارتونه موقعیت لري.

رپوټونه وايي دغه کیفې ته معمولاً د متوسط عاید لرونکي ځايي اوسېدونکي، دیپلوماتان او بهرنیان ورځي.

ډاکه کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د ډزو او تښتونو په اړه یې رپوټونه تر لاسه کړي دي.

د بنګله دېش یوه دولتي ویاند ویلي، د یرغمل کوونکو او پولیسو په متقابلو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، focus bangla

د عکس تشریح، د بنګله دېش یوه دولتي ویاند ویلي، د یرغمل کوونکو او پولیسو په متقابلو ډزو کې دوه پولیس وژل شوي او ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پيل کړي دي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پيل کړي دي

له یرغمل وروسته د "اسلامي دولت" (داعش) اړوندې یوې وېبپاڼې (اعماق) لیکلي، وسله والو یې پر یوې کېفې برید کړی چې ډېری بهرنیان پکې وو او د بېلابېلو هېوادونو نژدې ۲۰ کسان یې وژلي، خو تر اوسه دغه رپوټ نه دی تایید شوی.

سیمه ییزو رسنیو د عيني شاهدانو له خولې ویلي، برید کوونکو د برید پرمهال د "الله اکبر" نارې وهلې.

د عکس سرچینه، Reuters