نیویارک ټایمز: ښایي ټرمپ دوه لسیزې مالیه نه وي ورکړې

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته پنځه اونۍ پاتې دي، ځینو امریکایي رسنیو د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له مالیاتي مخینې په اړه ځینې جزییات خپاره کړي چې کېدای شي ددې څرګندوی وي چې هغه په تېرو دوو لسیزو کې دولت ته مالیه نه ده ورکړې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي؛ د ښاغلي ټرامپ د مالیاتي مخینې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي نوموړي ۲۱ کاله وړاندې ادعا کړې وه یو میلیارد ډالر یې زیان کړی؛ او دې کېدای شي نوموړي ته اجازه ورکړې وي چې لږ ترلږه ۲۰ کاله یې په قانوني توګه مالیه نه وي ورکړې.

نیویارک ټایمز چې په دغو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن ملاتړ کوي ویلي؛ د ښاغلي ټرمپ مالیاتي اسناد د یوې نامعلومې سرچینې لخوا ددې ورځپاڼې خبریالانو لاسونو ته رسېدلي دي.

د ښاغلي ټرمپ ټاکنیز کمپاین ویلي، د نیویارک ټایمز لخوا ادعا شوي اسناد په غیرقانوني ډول ترلاسه شوي او دا یوه بله نښه ده چې دا ورځپاڼه دنورو اصلي رسنیو په څېر د مېرمن کلنټن د ټاکنیز کمپاین برخه ده.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشرۍ د نورو کاندیدانو پر خلاف په تېرو څلورو لسیزو کې د خپلو مالیاتي اظهارلیکونو له خپرولو ډډه کړې ده.