په سعودي عرب کې د امریکا سفارت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
په سعودي عرب کې د امریکا سفارت وایي، د امریکا حکومت له خپلو غیر ضروري کارکوونکو او د هغوی له کورنیو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله د اکتوبر له درېیمې اوونۍ وروسته له دغه هېواده ووځي.
د امریکا سفارت په هغه خبرتیا کې چې څو ساعته مخکې خپره شوې، ویلي چې د یمن د حوثیانو لخوا د سعودي عرب پر هوايي ډګرونو د توغندیزو او بې پېلوټه الوتکو بریدونو له امله به د امریکا دولتي کارکوونکي تر بلې خبرتیا پورې په سعودي عرب کې د هر هوايي ډګر د کارولو لپاره ځانګړې اجازې ته اړتیا ولري.
په خبرتیا کې ویل شوي چې د حوثیانو دغو بریدونو د سعودي عرب په هوايي ډګرونو او نورو مهمو بنسټیزو تاسیساتو اغېز کړی، ملکي وګړي یې وژلي او هوايي سفرونه یې له جدي خنډونو سره مخ کړي دي. دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې وضعیت ښایي په ډېرې چټکۍ سره لا پسې ترینګلی شي.
بل لور د سعودي عرب د ملکي دفاع ادارې د هېواد په سوېل لوېدیځ کې د نجران ښار او دغه راز د ختیځو ولایتونو لپاره د ''احتمالي خطر'' خبرداری خپور کړی دی.
دې ادارې له ځايي اوسېدونکو غوښتي چې ژر تر ژره تر ټولو نږدې خوندي ځای ته پناه یوسي او د امنیتي چارواکو لارښوونې تعقیب کړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د یمن د حوثيانو لخوا پر سعودي عرب د بریدونو لړۍ روانه ده. په دغو بریدونو کې هوايي ډګرونه، بندرونه او د تېلو تاسیسات په نښه کېږي.
بل لور د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي چې د حوثيانو لخوا د هېواد ختیځو سیمو ته توغول شوی یو بالستیک توغندی یې په هوا کې شنډ او له منځه وړی دی.
دغه راز ایراني رسنیو د عربي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عرب په ختیځ کې د راس التنوره د تېلو په چاڼځای کې څو چاودنې شوې دي او ادعا شوې چې دا چاودنې د حوثيانو د بریدونو پایله دي.
د ایران ځینو خبري اژانسونو دا ادعا هم کړې چې د دغو بریدونو له امله د راس التنوره د چاڼخونې فعالیتونه درېدلي او د دمام ښار د ملک فهد نړیوال هوايي ډګر الوتنې هم ځنډول شوې دي.
پر عدن نړیوال هوايي ډګر توغندیز بریدونه او په الجوف کې هوايي برید

د عکس سرچینه، EPA
بل لور د یمن د روان کړکېچ په ترڅ کې راپورونه وایي چې د عدن نړیوال هوايي ډګر د دوو توغندیو هدف ګرځېدلی او د الجوف ولایت په مرکز الحزم ښار کې هم هوايي برید شوی دی.
یمني حکومتي چارواکو حوثیان د عدن پر هوايي ډګر د دوو توغندیزو بریدونو مسوول بللي دي. بلخوا حوثیان ادعا کوي چې د سعودي عرب په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د یمن د حکومت ځواکونو او حوثي ډلې ترمنځ تاوتریخوالی لا هم روان دی.
حوثیان ادعا کوي چې د سعودي عرب دننه هوايي ډګرونه او د تېلو تاسیسات په نښه کوي، خو په ورته وخت کې وایي چې د سعودي هوايي بریدونو له امله د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ملکي تلفات هم اوړي.
د یمن د ترانسپورت وزارت په یوه بیان کې ویلي چې حوثیانو په وروستیو ورځو کې شپږ ځله د عدن هوايي ډګر په نښه کړی دی. د وزارت په وینا، د چهارشنبې په ورځ دوه بریدونه د ماسپښین په یوه او درېیو بجو وشول.
وزارت زیاتوي چې پر هوايي ډګر پرلپسې بریدونه د مسافرو، د الوتکو د عملې او د هوايي ډګر د کارکوونکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي، او دغه راز د ملکي الوتنو او بشري مرستو فعالیتونه اغېزمنوي.
تر دې وړاندې د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په اېکس (پخواني ټویټر) کې له خلکو غوښتي وو چې ژر تر ژره د عدن له هوايي ډګره ووځي.
هغه ادعا کړې وه چې په هوايي ډګر کې یوه سعودي پوځي الوتکه ده چې وسلې لېږدوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د عدن پولیسو دوو سرچینو ویلي چې د حوثیانو دوو توغندیو د هوايي ډګر په انګړ کې لګېدلي دي.
د یمني حکومتي ځواکونو ویاند ماجد عبدالله النزیلي ویلي چې د عدن هوايي ډګر ته نږدې د دوو بالستیک توغندیو د لګېدو له امله څو ملکي کسان ټپیان شوي او مالي زیان هم اوښتی دی.
د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون ادعا کړې چې سعودي عرب د الجوف ولایت په الحزم ښار کې هوايي برید کړی چې لږ تر لږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د راپور له مخې، په ټپیانو او وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
المسیره وایي چې په برید کې یو بازار او د ګازو یو تمځای په نښه شوي دي. حوثیان وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي او ښايي د مرګژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.
یحیی سریع دغه راز ادعا کړې چې سعودي عرب په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صنعا په ګډون د یمن په اتو ولایتونو کې ۱۰۱ بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، د روان تاوتریخوالي له پیل راهیسې پر یمن د سعودي بریدونو ټولیز شمېر ۳۴۸۰ ته رسېدلی دی.



















