پر سعودي له تازه بریدونو وروسته د تېلو بیه له ۱۱۳ ډالرو اوښتې

د عکس سرچینه، Getty Images
پر سعودي عرب د یمن د حوثیانو د وروستیو بریدونو او په پایله کې یې له منځني ختیځه د سونتوکو د صادراتو پر وړاندې د لا ډېرو خنډونو په تړاو د اندېښنو له کبله د جمعې پر ورځ د تېلو بیې نورې هم وختلې.
په دې لړ کې د برېنټ اومه تېلو د راتلونکو تړونونو بیه له صفر اعشاریه ۵ سلنه لوړېدو سره یو بېرل ۱۱۳ اعشاریه ۷۵ ډالرو ته رسېدلې ده.
د امریکا د وېسټ ټېکزاس انټرمیډیټ (WTI) د خامو تېلو د راتلونکو قراردادونو بیه بیا صفر اعشاریه ۷ سلنه لوړه شوې.
د دوی د هر بېرل تېلو بیه ۱۰۰ اعشاریه ۱۳ ډالرو ته ختلې ده.
تېره ورځ (د اکتوبر په ۲۲مه) د بازار د تړل کېدو پر مهال د برېنټ اومه تېلو بیه د روان کال د می میاشتې له څلورمې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه.
د یادونې ده چې د سعودي عرب د تېلو دولتي شرکت (ارامکو) دغه هېواد کې د تېلو پر تاسیساتو د چارشنبې ورځې له بریدونو وروسته په ظهران ښار کې د خپل مرکزي دفتر کارکوونکو ته د احتمالي ګواښونو له کبله د وتلو امر وکړ.
سعودي په نړۍ کې د خامو تېلو تر ټولو لوی صادرونکی دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا دا ګام په داسې حال کې اخیستل شوی چې د یمن له حوثي ځواکونو سره د سعودي جګړه نوره هم سخته شوې ده.
د ایاېنجي په نوم د مالي ادارې شنونکو د جمعې پر ورځ یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، په پارس خلیج کې د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو د احتمال خطر د تېلو او ګازو بازارونو کې سخته اندېښنه خپره ده، ځکه دا حالت کولی شي د تېلو رسول نور هم اغېزمن کړي.
شنونکي وايي: "د کړکېچ بیا زیاتېدل اوس تر ټولو ډېره محتمله سناریو ښکاري. ان که وضعیت نور خراب هم نه شي، بیا هم دا احتمال شته چې د جیوپولیټیکي خطرونو اغېز د تېلو پر بیو څرګند پاتې شي."

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock
په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو او د نړیوالو لخوا د دغه هېواد په رسمیت د پېژندل کېدونکي حکومت د ملاتړي اېتلاف ترمنځ نښتې تر هغې وروسته لا سختې شوې، چې حوثیانو د باب المندب ستراتیژیکې سمندري لارې پر لور پرمختګ وکړ.
دا لاره د نړیوالې سوداګرۍ لپاره خورا مهمه ګڼل کېږي. د حوثیانو خلاف د جنګېدونکي اېتلاف مشري سعودي کوي.
د اېکس اېس ډاټ کام یوه شنونکې لینه ټران وايي، اوس د سونتوکو د رسونې بهیر پر وړاندې د رښتنيو خنډونو اندازه او د عادي فعالیتونو د بېرته پیلېدو لپاره اړین وخت د اندېښنو مهم عوامل دي.
ځکه د هغې په وینا همدا فکتورونه دا ټاکي چې بازار د سونتوکو د رسونې پر وړاندې د پرتو خطرونو په بدل کې د څومره اضافي بیې ورکولو ته چمتو دی.
نوموړې زیاته کړې: "که بریدونه دوام ومومي او د رسولو لړۍ وځنډوي، نو بیې به لا پسې لوړې شي."
د یادونې ده چې په لیبیا کې د تېلو له حماده او تهاره تاسیساتو څخه هم زاویه بندر ته د تېلو د لېږدونکې نللیکې یو وال بند شوی او له دې کبله هلته هم په دواړو ساحو کې د تېلو تولید کم شوی دی.






















