د امریکا استخباراتي خبرداری: د امریکایانو د وژلو لپاره د ایران پلانونه 'پرمختللو پړاوونو' ته رسېدلي

مارکو روبیو
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په یوه تازه استخباراتي یادداشت کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی، راغلي چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، "ایران په منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي ډیپلوماټانو او چارواکو د په نښه کولو هڅې د پام وړ زیاتې کړې دي او د مرګونو بریدونو پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي. "

دغه یادداشت د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا د ملي استخباراتو رییس جي کلیټن، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استولی دی. خبري وېب‌پاڼې اکسیوس دغه یادداشت ترلاسه کړی دی.

په یادداشت کې خبرداری ورکړل شوی چې د ایران د ادعا شویو پلانونو په اړه استخباراتي معلومات باید د امریکا د حکومت د لا ډېرو کارکوونکو په واک کې ورکړل شي؛ په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې ښايي له خطر سره مخ وي، خو اوس مهال دغو محرمو معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

په دغه یوه مخیز یادداشت کې د هغو کسانو نومونه نه دي یاد شوي چې ګواکې له ګواښ سره مخ دي. همدارنګه، له منځني ختیځ څخه بهر کوم ځانګړي هېوادونه او یا د ادعا شویو پلانونو جزئیات هم نه دي په ډاګه شوي.

د اکسیوس د راپور له مخې، امریکايي چارواکي وايي دغه استخباراتي معلومات یو له هغو لاملونو دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو د شمېر کمولو پرېکړې ته اړ کړی دی.

U.S. Department of State / Axios
د عکس تشریح، د اکتوبر د ۲۳مې د استخباراتي یادداشت انځور، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته استول شوی او پکې ویل شوي چې د امریکايي وګړو پر وړاندې د مرګونو بریدونو لپاره د ایران ادعا شوي پلانونه "پرمختللو پړاوونو" ته رسېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په متحده عربي اماراتو، لبنان، قطر او اردن کې د خپلو سفارتونو د ډیپلوماټیکو او دولتي کارکوونکو شمېر راکم کړ.

تر دې وړاندې، په ریاض کې د امریکا سفارت او په جده او ظهران ښارونو کې د دغه هېواد د قونسلګریو د کارکوونکو کورنیو او غیرضروري کارکوونکو ته هم امر شوی و چې سعودي عربستان پرېږدي.

یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي چې د یمن د حوثیانو له خوا د احتمالي بریدونو په اړه اندېښنې او پر امریکایانو د بریدونو لپاره ایران ته منسوب شوي پلانونه په سیمه کې د امریکا د دولتي کارکوونکو د حضور د کمولو لامل شوي دي.

رویټرز: ایران فارس خلیج کې د سمندري مخابراتي کېبلونو په نښه کولو پلان جوړ کړی

د ویډیو تشریح، که ایران انټرنېټ پرې کړي، څه به پېښ شي؟

د ایران دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تهران په فارس خلیج کې د سمندر لاندې د مخابراتي کېبلونو په نښه کولو لپاره پلانونه چمتو کړي دي. د دوی په وینا، که امریکا او اسرائیل یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، ښايي دغه پلانونه عملي شي.

دغو دوو چارواکو، چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، د احتمالي بریدونو د ځای او د ترسره کېدو د طریقې په اړه جزئیات ورنه کړل. خو یوه چارواکي وویل، ایران ښايي د زیانمنو شویو کېبلونو د ترمیم د مخنیوي لپاره هم اقدامات وکړي، چې د انټرنېټ په ګډون په مخابراتي اړیکو کې رامنځته شوې ګډوډي اوږده شي.

یوه چارواکي خبرداری ورکړ چې پر ایران د بیا برید په صورت کې به "نور هېڅ سره کرښه پاتې نه شي" او احتمالي هدفونه به د سمندر لاندې مخابراتي کېبلونه او د پټو پوځي اډو په ګډون پوځي اډې وي.

رویټرز وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په اړه د نظر غوښتنې لپاره د دغه خبري اژانس غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.