د بلوچستان اسمبلۍ بحث؛ پاکستان کې د پخوانیو افغان پوځیانو د شتون ادعا، حکومت د ثبوتونو غوښتنه وکړه

بلوچستان اسمبلۍ
    • Author, محمد کاظم، بي بي سي اردو، کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) غړي فضل قادر مندوخېل ادعا وکړه، چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان اړوندو سیمو ته زرګونه پخواني افغان پوځیان راوستل شوي دي.

خو د صوبې حکومت د دې ادعا د ثبوت غوښتنه کړې او وايي، په دې تړاو هېڅ کره معلومات یا شواهد نه لري.

په ایالتي پارلمان کې د بلوچستان ژوب سیمې استازي فضل قادر مندوخېل دا ادعا د امنیت او نظم په اړه د یوه پرېکړه لیک په تړاو د بحث پر مهال وکړه.

دغه پرېکړه لیک د عوامي نېشنل ګوند غړي انجینر زمرک خان اڅکزي وړاندې کړی و، چې پکې په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه څرګنده شوې وه.

فضل قادر مندوخېل د بحث په ترڅ کې وویل چې په صوبه کې د امنیت وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ادعا یې وکړه چې د پخواني افغان جمهوري حکومت زرګونه پوځیان د ده سیمې ته لېږدول شوي دي.

نوموړي له حکومته وپوښتل چې دغه کسان ولې هلته مېشت کړل شوي دي.

د دې پرېکړه لیک په اړه د حکومت او اپوزېسیون غړو خپل نظرونه وړاندې کړل، خو د غونډې پر مهال د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ د دې ادعا په اړه مستقیمه تبصره ونه کړه.

له غونډې وروسته بخت محمد کاکړ رسنیو ته وویل چې که څوک د پخوانیو افغان پوځیانو د شتون په تړاو معلومات لري، باید شواهد یې هم وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه چې اسمبلۍ یو مسوول فورم دی او هلته باید خبرې د واقعیتونو او ثبوتونو پر بنسټ وشي.

د بخت محمد کاکړ په وینا، له شواهدو پرته د دې ډول ادعاوو مطرح کول کولی شي په خلکو کې اندېښنې او ګډوډي رامنځته کړي.

فضل قادر مندوخېل د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره نه د اسمبلۍ په غونډه کې او نه هم وروسته رسنیو ته د خبرو پر مهال کوم ثبوت وړاندې کړ.

بل لور، د صوبې حکومت هم ویلي چې د دې ادعا د تائید لپاره ورسره هېڅ ډول معلومات نه شته.