د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز: "د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره لارې وې"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزي له یوې امریکايي رسنۍ "سي بي اېس" سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره او د پخواني حکومت د پرځېدو په وروستیو اونیوو کې د طالبانو‌ پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره د پخواني حکومت له دفاع وزارت سره هېڅ پلان نه و.

له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده او ښاغلي علیزي د همدې ورځې په مناسبت دا تازه څرګندونې کړې دي.

ښاغلي علیزي ادعا کړې چې نوموړي‌ د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.

"په جولای میاشت کې ما دفاع وزارت سره خپل پلان شریک کړ، خو په هغو ورځو کې بهیر ډېر پڅ روان و او حکومت ته هسې یو ډول پرېکړه کول اسانه نه وه، خو هو موږ سره لارې وې."

نوموړي هغه رپوټونه هم سم نه دي بللي چې ګواکې د جمهوري نظام د ړنګیدو یو دلیل د افغان ځواکونو "جګړه نه کول " و.

ښاغلی علیزی وايي: "موږ وجنګېدو او سل زره سرتېري مو د هېواد او نړۍ د دفاع لپاره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې له لاسه ورکړل"

نوموړي په دې مرکه کې ټينګار کړی چې افغان پخواني پوځیانو د دفاع لپاره څو غواروي لرل، خو په خبره یې مناسب وخت نه و او هر څه په ډېرې چټکۍ بدل شول.

نوموړي له افغانستانه د امریکایانو وتل، پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدل او د کابل د هوايي ډګر له لارې د امریکا او د ملګرو هېوادونو په مرسته د یو شمېر افغانانو ایستل کېدل "د ژوند تر ټولو بده او دردناکه شېبه" بللې ده.

له افغانستانه د وروستي امریکایي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا ویلي، له دغه هېواده د امریکا وتل د دوی "لویه بریا" ده.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي، دا د افغانانو لپاره "یوه ویاړلې" ورځ ده.

پنځه کاله مخکې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۳۰مه نېټه د شپې ناوخته د امریکا وروستی سرتېری کریسټوفر ډوناهو چې هغه مهال یې رتبه تورن جنرال وه، له افغانستانه ووت.

دی هغه مهال د امریکا پوځ د ۸۲ مې هوايي فرقې قوماندان و چې د کابل په نړیواله هوايي ډګر کې، C-17 پوځي الوتکې ته پورته شو او له افغانستانه لاړ. دې سره په دغه هېواد کې د امریکا ۲۰ کلن پوځي حضور په رسمي ډول پای ته ورسېد.

په افغانستان کې پخوانی حکومت "ړنګ" شو او واک د دویم ځل لپاره طالبانو ته پاتې شو.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند په خپله خپره کړې ویډیویي پیغام کې ویلي: " د وږې نهمه یا د اګست ۳۱مه د افغانانو لپاره د ویاړ هغه ورځ ده چې ثابته یې کړه د خپلواکۍ لپاره مبارزه او قربانۍ هرومرو نتیجه ورکوي."

حمد الله فطرت ویلي، دا ورځ اوس هم ټولو "یرغلګرو" ته چې پر افغانستان د "یرغل" اراده لري روښانه پیغام لري او په خبره یې افغانستان نه تسلمیدونکی او د امپراطوریو هدېره ده.

پنځه کاله مخکې له افغانستانه د ټولو امریکايي‌ ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو خبر د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مککینزي ورکړ.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروستیو کې د تخلیې پروګرام په لړ کې د یوه ځانمرګي برید له کبله چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه وشو، چې د افغانانو په ګډون یو شمېر امریکایي سرتېرو ته هم مرګژوبله واړوله.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ناندریز بهیر ډېر ګډوډ بلل کېږي چې له امله یې تر اوسه وخت په وخت په کور دننه او بهر کې د جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کېږي.

ځینې امریکایي چارواکي له افغانستانه د امریکا دا ډول وتل ناورین زېږونکی بولي او دا د امریکا په تاریخ کې "لویه ماته" بولي.

د دې تر څنګ امریکا لا هم هڅه کوي چې د دغې اوږدې جګړې په اړه کره او هر اړخیزه ارزونه وکړي.

د امریکا کانګرس وړمه ورځ په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو حضور ارزولو په اړه د ځانګړي جوړ شوي کمیسیون ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

د افغانستان د جګړې کمېسیون ګډو مشرانو شمیلا چودري او کالین اېف. جکسن پنجشنبه (د اګست ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې وویل، د خپلو ارزونو "وروستی راپور" به راتلونکي اګست یانې له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو په شپږمه کلیزه خپور کړي.

د یاد کمېسیون مشران وايي، خپله ارزونه به له کانګرس او حکومت سره په ګډه بشپړه کړي، څو دا ډاډ ترلاسه شي چې "د دې جګړې درسونه د امریکا د راتلونکو نسلونو مشرانو باخبره کړي."

هغه شان چې دواړه غاړې وايي دا ارزونه ، اوږده جګړه او مبارزه رښتیا هم ښايي نورو ته درس شي خو څه چې دا مهال تېريږي، په بیړه د امریکا د وتلو او له ملي پخلاینې پرته افغانستان کې د طالبانو حکومت دی چې له نړیوال مشروعیته منزوي دی او واکمن یې د خپلو سیاسي او د د دوی په خبره "شریعت پر بنسټ" لیدلوري پر مټ چلوي.

خو د طالبانو بیا واکمنېدو سره لوی شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شول.

همدا راز ګڼ شمېر لوستي کدرونه له دغه هېواده بهر شول.

اقتصادي وضعیت خراب شوی او بشري حقونه تر ډېره محدود او تر پښو لاندې شوې.

اوس په افغانستان کې د طالبانو له حکومته پنځه کاله تېرېږي.

د نړیوالو لخوا د طالبانو حکومت لا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

په دغو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو تر "امر ثاني" پورې بندیز اعلان شوی دی.

د ښځو پر ازاد تګ راتګ، کار او سفر باندې محدودیتونه لګول شوي دي.

له افغانستانه سره بهرنۍ مرستې ډېرې کمې او محدودې شوې دي.

د ملګرو ملتونو په خبره په دغه هېواد کې د فقر او بې کارۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.