BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • 'ملي مقاومت جبهې' افغانستان کې د خپلو دوو نورو "قوماندانانو" وژل کېدل تایید کړل

    د "ملي مقاومت جبهې" په نوم د طالبانو حکومت مخالفې ډلې د خپلو دوو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. دې ډلې پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې "قوماندان شمس‌الدین" او "قوماندان بابه" د طالب ځواکونو له لوري په یوه "کمین" کې وژل شوي دي.

  • نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

    د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي. د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکی وايي د هند او چین دواړو ژغورندوی ټیمونه چې پرون راورسېدل، د اضافي ملاتړ او مرستو چمتو کولو په برخه کې کار کوي.

  • عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل

    د روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د وارډ دروازه قفل نه وه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پرې امنیتي ساتونکي ولاړ وو.

  • پاکستان به د خلیج امنیت کې خپل رول پراخ کړای شي؟

    کویت او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ. که څه هم دا اتفاق یوه دودیزه پوځي بڼه لري، خو د هغې د وخت ټاکل یو لړ پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول له دې امله چې دا پرېکړه د "مکې له تړونه" تر یوې میاشتې هم په کمه موده کې رامنځته کېږي او په داسې یو وخت کې کېږي چې د خلیج سیمه په خپل امنیتي غونډال 'نظام' کې د بدلونونو او بیامنظمېدو شاهده ده.

  • هغه کلی چې د واده لپاره د نجونو نه موندل ځوانان ځانوژنې ته اړباسي

    د هند د پولیسو د معلوماتو له مخې، د جلګاون ولسوالۍ کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې، په شپږو میاشتو کې ۳۸۳ نارینه وو ځان وژنه کړې ده. د پولیسو په وینا، د ځان وژنې لاملونه بې واده پاتې کېدل، په نشه يي توکو روږديتوب، خپګان، کورني ستونزې او پورونه وو. په ۲۹ پېښو کې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات هم یو لامل بلل شوی دی.

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي