د "اېل اي ډيز" پر اختراع د نوبل جایزه

د خپرېدو وخت
سږ کال فیزیک کې د نوبل جایزه، درو جاپانیانو ته ورکړل شوې ده.
دوی اېل اي ډي یا د کمې انرژۍ سکرین کشف کړی دی.
د نوبل کمېټې وويل، اسامو اکاساکي، هېروشي امانو او د شوجي ناکامرو کشف د چارپیریال په ګټه او د لږې انرژۍ رڼا سرچینه ده.
پروفېسر ناکامورو چې دې زېري لپاره له خوبه را پاڅول شوی و وويل هېڅ باور یې نه کېږي.
د فیزیک په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکو د نومونو اعلان په سوډان کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وشو.
له ۱۹۰۱ کال نه راپدېخوا تر اوسه ۱۹۶ ساینس پوهانو فیزیک کې د نوبل جایزه ګټلې ده.
پاکستاني ساینس پوه عبدالسلام هم په ۱۹۷۹ کال کې د نوبل جایزه ګټلې وه.















