پنټاګون له یمن نه د ایراني بېړیو د بېرته ستنېدو هر کلی کړی

د عکس سرچینه، Getty
یوه ورځ وروسته له هغه چې امریکايي چارواکو وویل، ۹ ایراني بېړۍ چې ظاهراً د یمن د اوبو په شاوخوا کې وې، له هغه ځایه بېرته ستنې شوې دي، پنټاګون ویلي چې د ایران وروستی اقدام به ستونزې کمې کړي.
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر د جمعې په ورځ د ایران له یاد اقدام څخه هر کلی کړی دی.
امریکايي چارواکو ویلي وو، چې په یادو بېریو کې د یمن حوثي یاغیانو ته پرمختللې وسلې او نور مهمات لېږدول کېدل.
د پنټاګون ویاند استیو وارن د جمعې په ورځ وویل، د ایراني بېړیو کاروان، چې ۷ يې باروړونکې او ۲ یې نظامي دي، په بشپړ ډول خپل تګلوری بدل کړی او د ایران په لور خوځېدلې دي.
ویل کېږي، چې یادې بېړۍ له یوې اونۍ راهیسې د عدن د بندر په لور روانې وې، چېرې چې په روانه میاشت کې د یمني ځواکونو او حوثي یاغیانو تر منځ سختې جګړې روانې وې.
استیو وارن وویل: " موږ د هغوی په راتلونکو پلانونو نه پوهېږو" خو یاد کاروان د جمعې په ورځ په عرب سمندرګي کې و او د بحرین سواحلو په خوا کې د شمال ختیځ په لور په حرکت کې و.
هغه وویل: " که منصفانه ووایو داسې ښکاري چې د ایراني چارواکو یاد اقدام د هغو لانجو د هوارولو لپاره یوه هڅه ده، چې په روانه اونۍ کې بحث پرې شوی دی".
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر هم ویلي، چې معلومه نه ده ایراني بېړیو د امریکايي ماڼوګانو د تحرکاتو له امله خپل تګلوری بدل کړی او که څنګه، خو زیاته کړې یې ده چې د یمن له اوبو څخه د ایراني بېړیو د بېرته ستنېدلو له چارې هر کلی کوي.
امریکا د دوشنبې په ورځ وویل، چې الوتکه وړونکی روزولټ او نورماندي ماڼوګان یې د یمن په اوبو کې خوشې کړې دي.
هغه مهال یو شمېر امريکايي چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه وو اخیستل شوي، ویل شوي وو، چې د یمن په اوبو کې یې د یادو ماڼوګانو له خوشې کولو څخه موخه حوثي یاغیانو ته د وسلو له لېږلو څخه د ایران منصرف کول دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ وویل، دولت یې ایران ته خبرداری ور کړی، چې یمن ته د وسلو له لېږدولو څخه، چې ممکن د بېړۍ چلونې مسیر اغېزمن کړي ډډه وکړي.
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر هم د چارشنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ممکن په ایراني بېړیو کې پرمختللې وسلې بار وي.
تر اوسه ایراني چارواکو د خپلو بېړیو د ستنېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د عکس سرچینه، Reuters
له سیمې څخه وروستي رپوټونه وايي، چې الوتکه وړونکی روزولټ، سکورټ ان او نورماندي ماڼوګان په پارس خلیج کې خپلو اډو ته په ستنېدو دي. د رپوټونو پر اساس یاد ماڼوګان لا د یمن اوبو ته رسېدلي نه دي.
د یمن حوثي یاغیان د شعیه زیدي مذهب پیروان او د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي، د یمن د پخواني جمهور رییس علي عبدالله صالح د جنګیالیو په ملاتړ یې په دغه هېواد کې د عبد ربه منصور هادي حکومت نسکور کړ.
په ورته وخت کې ایران حوثي یاغیانو ته د وسلو لېږل رد کړي دي او د یمن د لانجې د حل لپاره یې د ملګرو ملتونو سازمان ته د سولې طرح هم سپارلې چې له مخې یې په یمن کې د اوربند او ایتلافي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د اېران له طرحې وروسته سعودي عربستان اعلام وکړ، چې پر یمن هوايي بریدونه بندوي.
سعودي عربستان چې د ښاغلي هادي د حکومت نږدې ملاتړی دی، کابو یوه میاشت یې د یوه ایتلاف په چوکاټ کې پر حوثي یاغیانو هوايي بریدونه وکړل.



















