سېلاب ځپلي ميانمار له نړيوالو مرستې غوښتې

د ميانمار (برما) حکومت له نړيوالو د سېلابونو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه چې شاوخوا ۴۶ کسان په کې مړه شوي، د مرستې غوښتنه کړې.
د زياتو بارانونو او ځمکښوېدنې له کبله څلور سيمې ډېرې زيانمنې شوې او ډېرو نورو سيمو ته لارې او سړکونه بند شوي دي.
د ميانمار دولتي رسنيو په وينا، حکومت منلې چې د پېښې په اړه يې اړين ګامونه، نه دي اوچت کړي.
د ميانمار يو اخبار وايي د معلوماتو وزير يي هټوټ ويلي "ټولو کسانو ته د سېلابونو په اړه خبر نه و رسېدلی او خوندي ځايونو ته د خلکو ايستلو کې نه وو کامياب شوي"
ميانمار کې هر کال په دې موسم کې ډېر بارانونو کېږي خو د دا ځل بارانونو او سېلابنو ډېر زيان او مرګ ژوبله اړولې ده.
په ۲۰۰۸ کال کې د سېلابونو او طوفانونو له کبله په دې هېواد کې ۱۳۰۰۰۰ کسان وژل شوي وو، خو د ميانمار حکومت د نړيوالې ټولنې مرسته رد کړې وه.


د عکس سرچینه، afp getty
د اځل د ميانمار د معلوماتو وزير پر فېس بوک پاڼه له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه کړې ده.
رويټرز خبري اژانس ته د ميانمار د معلوماتو وزير ويلي "موږ نړيوال مرستې ته رابولو او په دې اړه مو له بسپه ورکوونکو سره اړيکه هم نيولې ده".
د ملګرو ملتونو دفتر وايي مرسته ورکوونکي غواړي مرستې رسولو کې بيړه وکړې او د پاکو اوبو تيارولو په اړه يې کار پيل کړی دی.
دوی وايي، د خوراک نړيوال پروګرام شاوخوا ۵۰۰۰۰ کسانو ته خوراکي توکي برابر کړي او وايي په نژدې راتلونکي به له ۱۵۰۰۰۰ نورو کسانو سره هم خوړو مرسته وکړي.
د ميانمار دولتي رسنۍ وايي تراوسه يې ۱.۲ميليون ډالره مرسته برابره کړې.



















