د "اسلامي دولت" قومندان د امریکا له بریده "روغ رمټ" وتلی

د عکس سرچینه، AFP
یوه امریکايي چارواکي ويلي، ډېر امکان شته چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې جګپوړی قومندان عمر الشیشاني دې په سوریه کې د امریکا له هوايي بریده روغ رمټ وتلی وي.
د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، عمر الشیشاني، چې په ګرجستان کې زیږېدلی، او اصلي نوم یې تارخان باتیراشفیلي دی، شاید د امریکا بې پیلوټه الوتکې له بریده روغ وتلی وي.
ویاند زیاتوي، په برید کې ۱۳ کسان په نښه شوي، چې ۱۲ پکې "وژل شوي" دي.
تر اوسه "اسلامي دولت" ډلې د الشیشاني د برخلیک په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
تېر کال امریکا د الشیشاني د وژلو او یا د هغه د ځای ځایګي د معلومولو په تړاو ۵۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړې وه، امریکايي چارواکو ویلي، شیشاني د "اسلامي دولت" ډلې په جوړښت کې "د جګړې وزیر" ګڼل کېږي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، د امریکا په برید کې د موټرو هغه کاروان په نښه شوی، چې عمر الشیشاني هم پکې و.
سرچینه وايي، په برید کې د نوموړي ګڼ شخصي ساتونکي وژل شوي.
وړاندې، د امریکا دفاع وزارت "پنتاګون" ویلي وو، د "اسلامي دولت" ضد ایتلاف ځواکونو د دغې ډلې یو مشهور قومندان ابو عمر الشیشاني په هوايي برید کې په نښه کړی.
پنتاګون ویلي وو، ایتلافي ځواکونو پر الشیشاني د عراق په الشدادي ښار کې برید کړی.
الشیشاني وړاندې د سوریې په شمال کې د داعش پوځي مسؤول و.
نوموړی د "اسلامي دولت" د شورا غړی دی، چې په ۲۰۱۴ کال د داعش له خوا په یوه خپره شوې وېډیو کې د دغې ډلې د پوځي قومندان په توګه معرفي شوی.



















