'امریکا او ج کوریا دې مانورې ودروي، موږ به توغندي نه ازمویو'

د عکس سرچینه، AFP
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که چېرې امریکا له سوېلي کوریا سره خپلې کلنۍ پوځي مانورې ودروي، نو پیونګ یانګ چمتو دی چې خپله اتومي ازموینه ودروي.
ري سو یونګ اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، هېواد به یې نړیوالو بندیزونو ته سر ټیټ نه کړي.
پر همدې مهال، د امریکا یوه چارواکي له جنوبي کوریا د خپلو ګډو پوځي مانورو په دفاع کې ویلي، دغه پوځي همکاري سیول ته د امریکا د ژمنتیا څرګندویه ده.
شمالي کوریا د شنبې په ورځ (اپرېل ۲۳مه / غوایی څلورمه)، تر اوبو لاندې د یوه توغندي د بریالۍ آزموینې خبر ورکړ.
د شمالي کوریا خبري اژانس سي اېن اي د شنبې په ورځ وویل: ''دغه آزموینه په بشپړه توګه بریالۍ وه چې موږ کولی شو تر اوبو لاندې توغندي وتوغوو''.
ملګرو ملتونو له ۲۰۰۶ کال راهیسې، د شمالي کوریا له خوا د اتومي او بالستیکي توغندیو توغول منع اعلان کړي.
خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر ري سو یونګ وايي، دا امریکا وه چې په ګواښونو یې پیونګ یانګ له خپل ځانه د دفاع لپاره اتومي پروګرام ته وهڅاوه، او اوس د واشنګټن او سیول ترمنځ ګډې پوځي مانورې کولای شي ترینګلتیا ډېره کړه.
نوموړي ویلي: ''که وغواړو اوسنی تګلوری ووهو، دا لاره هلته پای مومي چې نه یوازې دواړه هېوادونه ګټه ترې نه شي اخیستی، بلکې ټوله نړۍ ترې زیانمنه کېدای شي''.
''تاسو په خلیج کې د اتومي جګړې مانورې بندې نه کړئ، موږ هم خپلو اتومي هڅو ته دوام ورکوو''.
پر همدې مهال، اسوشیټیډ پرېس د یوه امریکايي کارپوه چارواکي له خولې ویلي، له جنوبي کوریا سره یې د هېواد پوځي همکاري د سیول د امنیت خوندي کولو په معنا ده.

د عکس سرچینه، EPA
امریکا د شمالي کوریا د اتومي پروګرام بندېدل غواړي.
شمالي کوریا تر اوسه څلور اتومي ازموینې کړې دي. لومړۍ هغه یې د ۲۰۰۶ کال پای کې وه، چې له کبله یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو سره مخامخ شوه او وروستۍ آزموینه یې په تېره جنورۍ میاشت کې وه.
له وروستۍ ازموینې وروسته شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له ټینګو بندیزونو سره مخامخ شوه.

د عکس سرچینه، Reuters
ځینې څارونکي پر دې اند دي چې شاید پنځمه آزموینه یې هم په دې ورځو کې ترسره شي، چې په دې به سره وکړای شي د شمالي کوریا کارګر (واکمن ګوند) یوځل بیا خپل اقتدار وښيي.
په پام کې ده، چې دغه ګوند د راتلونکې مې میاشتې په لومړیو کې ناسته وکړي، دا له ۱۹۸۰ کال راپدېخوا (۳۶ کلونه وروسته، د دغه ګوند د مشرتابه لومړۍ ناسته ده.

د عکس سرچینه، EPA



















