BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
جرمني ته د طالبانو حکومت د پلاوي له سفر سره هممهاله ۲۲ نور افغانان کابل ته لېږدول شوي
جرمني ته د طالبانو حکومت د يوه پلاوي له سفر سره همهاله دغه هېواد ۲۲ نور افغان وګړي د یوې چارټر شوې الوتکې له لارې کابل ته ستانه کړي دي. د جرمني د راينیشه پوست ورځپاڼې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت د يوه ویاند له خولې ویلي چې "ټول دغه کسان محکوم شوي مجرمان دي او د وژنې، غلا او قصدي اورلګونې په ګډون د جرمونو په ترسره کولو تورن شوي وو".
د امریکا یوه فدرالي قاضي د رحمان الله لکڼوال د ژوند ژغورلو لپاره هغه ته د جبري خوراک ورکولو امر وکړ
په امریکا کې یو فدرالي قاضي امر کړی چې رحمان الله لکڼوال، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر غړو د ډزو په قضیه کې مشکوک دی، په زور تغذیه شي. نوموړي په توقیف خونه کې '' له څو میاشتو راهیسې د خوړو له خوړلو او کله ناکله د اوبو له څښلو'' ډډه کړې ده.
کرېکټ: هند له افغانستان سره سياليو ته پياوړې لوبډله اعلان کړې، څوک په کې دي؟
د هند کرېکټ بورډ له افغانستان سره د شل اوریزو سياليو د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د ۱۵ کسيزه لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړی دی. دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب د هند په ډيلي کې ترسره کېږي، ټاکل شوې د سپټمبر مياشتې پر ۱۳مه پيل او د همدې مياشتې تر ۱۷ نېټې پورې به دوام وکړي.
د اسلام اباد عالي محکمې حکم: عمران خان باید له خپلې کورنۍ سره وویني او له خپلو زامنو سره تلیفوني خبرې وکړي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد عالي محکمې حکم کړی، چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته دې له خپلې کورنۍ سره د لیدنې او له خپلو زامنو سره د ټیلیفون له لارې د خبرو کولو اسانتیا برابره شي.
د نیپال او چین پولې ته د سېلاب اوبو له رسېدو څو دقیقې مخکې څه پېښ شول؟
د نیپال او تبت پر پوله د چین لوري ته په 'ګیرونګ' کې د ودانیو له شا یو تور دېوال غوندې ښکاري. په لومړي ځل لیدو دا کابو تورې ورېځې ته ورته معلومېږي، خو شېبه وروسته چکټیا پیدا کوي او بڼه بدلوي، اوبه، خټې، وړې، سترې ډبرې او د کنګل ټوتې په پوره ځواک په دره کې لاندې لور ته رابهېږي. د سي سي ټي وي 'د څارنې کمرو' په ویډیوګانو کې ځايي وخت ۱۰:۵۹:۵۳ ثبت شوی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
نړیوال سور صلیب: "نړیواله ټولنه دې افغانان یوازې نه پرېږدي"
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) یوې جګپوړې چارواکې ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له "خورا شدیدو اړتیاوو" سره مخ دي، دا هېواد د نړیوالو له پاملرنې لوېدلی دی. هغې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې "افغان ټولنې یوازې نه پرېږدي". د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د عملیاتو مدیرې یاسمین پراز ډیسیموز په کابل کې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې افغانان د "کافي لویو بشري اړتیاوو" او د روغتیايي سیستم له رالوېدو سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره "سختې مبارزې" کوي.
د بلوچستان اسمبلۍ بحث؛ پاکستان کې د پخوانیو افغان پوځیانو د شتون ادعا، حکومت د ثبوتونو غوښتنه وکړه
د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) غړي فضل قادر مندوخېل ادعا وکړه ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان اړوندو سیمو ته زرګونه پخواني افغان پوځیان راوستل شوي دي. خو د صوبې حکومت د دې ادعا د ثبوت غوښتنه کړې او وايي په دې تړاو هېڅ کره معلومات یا شواهد نه لري.
د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز: "د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره لارې وې"
د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزي له یوې امریکايي رسنۍ "سي بي اېس" سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره او د پخواني حکومت د پرځېدو په وروستیو اونیوو کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره د پخواني حکومت له دفاع وزارت سره هېڅ پلان نه و. له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده او ښاغلي علیزي د همدې ورځې په مناسبت دا تازه څرګندونې کړې دي. ښاغلي علیزي ادعا کړې چې نوموړي د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.
خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"
په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































