سربي پولیسو له تښتوونکو دوه افغانان او درې ترکان ژغولي

سربي پولیسو له تښتوونکو دوه افغانان او درې ترکان ژغولي
د خپرېدو وخت

د سربیا پولیسو درې ترکي او دوه افغانان ژغورلي چې په بلګراد کې تښتول شوي وو او تښتوونکو ترې د ۳۰ زره یورو (۳۴,۷۰۰ ډالرو) تاوان غوښتنه کوله. د پولیسو په ویډیویي انځورونو کې هغه کور چې چاپه ورباندې وهل شوې، یو سپین وان موټر چې د بدن تړلو تسمې په کې وې او پنځه ژغورل شوي کسان ښودل شوي دي. په دې تړاو درې مشکوک کسان نیول شوي دي.