تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر د سعودي او حوثیانو جګړه کې ورګډېږي؟
د حوثيانو انصار الله ډلې د سياسي شورا غړي، محمد علي الحوثي، د مصر پارلمان له لوري، ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د دفاعي ګامونو پورته کولو واک ورکول یمن سره د "جګړې اعلان" ګڼلی، قاهره بیا ټينګار کوي چې ملاتړ يې یوازې د سعودي خاورې دفاع پورې محدود دی.
د الحوثي دا څرګندونې د دغه ډلې او سعودي عربستان ترمنځ د نښتو د زياتېدو په ترڅ کې راځي. سعودي د سې شنبې پر ورځ د دریو بالستیک توغندیو او څلورو بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د شنډولو خبر ورکړ.
محمد علي الحوثي خپلو څرګندونو کې وويل چې د مصر لخوا د سعودي د دفاع ملاتړ په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو له اعلانونو سره په ټکر کې دی. هغه زیاته کړه: "مصر او د هغې پارلمان د سعودي عربستان د تش په نامه دفاع خپل ملاتړ اعلان کړ، دې سره دوی د یمن جمهوریت پر وړاندې جګړه اعلان کړه."
د مصر ولسي جرګې (مجلس النواب) د دوشنبې پر ورځ د خپلو دوو پر درېو غړو په اکثریت هغه مسوده تصویب کړه چې السيسي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ په همغږۍ د سعودي د ملاتړ او د هغه هېواد د خاورې او حاکمیت د دفاع لپاره د اړینو پوځي ګامونو واک ورکوي.
پارلمان د هغې مرستې ډول او بڼه نه ده روښانه کړې چې قاهره یې کولی شي. د مصر ولسمشر ټینګار وکړ چې د مصر مرسته به بې له دې چې پر یمن برید وکړي، یوازې د سعودي عربستان د خاورې په دفاع پورې محدوده وي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د یوه سیمه ییز باخبره چارواکي له نکله ویلي چې مصر په پام کې لري، د هوايي دفاع سیستمونه او الوتکې چمتو کړي چې د هغو توغندیو او ډرون الوتکو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې د سعودي لوري ته توغول کېږي.دغه چارواکي وویل، په دې ملاتړ کې یمن ته د ځمکنیو ځواکونو استول نه راځي.
دې ګام د ځینو مصریانو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې چې ګواکې هېواد به یې د یمن په روانه جګړه کې ښکېل شي. د مصر ډیموکراتیک ټولنیز ګوند اعلان وکړ چې پارلماني ډله به یې له رایې ورکولو ډډه وکړي، او روښانه یې کړه چې د دندې د ساحې، مودې، لګښتونو او احتمالي خطرونو په اړه چې مصري ځواکونه ورسره مخ کېدلی شي بشپړ معلومات نشته، او دا چې د ډیپلوماسۍ چارو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه یې وکړه.
د توغندیو او ډرون الوتکو شنډول
د سعودي په مشرۍ د پوځۍ ټلوالې ویاند، ترکي المالکي، د سې شنبې پر سهار د سعودي ختیځې سیمې پر لور د دریو بالسټیک توغندیو او د سویلي سیمې پر لور د څلورو بې پیلوټه الوتکو د ویشتلو او ویجاړولو اعلان وکړ.
دا اعلان، چې پر اېکسپاڼه خپور شوی، د هغو توغندیزو او ډرون بریدونو د دوام شېبو کې راځي چې حوثیانو یې سعودي کې دننه د تېلو د زېرمو، چاڼ خونو او نورو پوځي موخو پر وړاندې د ترسره کولو اعلان کړی د سعودي په مشرۍ پوځۍ ټلوالې د ګواښونو مخنیوي او ولسي خلکو او زیربناو ساتنې لپاره د خپلو عملیاتو پر دوام ټینګار کړی.
د سعودي ملکي دفاع د احتمالي ګواښونو له امله په ختیځه سیمه او الخرج ولایت کې خبرداری ورکړی، او وروسته یې د رویټرز خبري اژانس په وینا، اعلان وکړ چې سملاسي "ګواښ نشته."
د خلیج ټایمز ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د سعودي په سوېل، نجران ښار کې هم د احتمالي خطر له وېرې لومړنی خبرداری ورکړل شوی و.
د سعودي ایتلاف د دوشنبې پر ورځ د پنځو تونلونو د ویجاړولو اعلان هم کړی و چې ویل یې په یمن کې د حوثیانو د بالسټیک توغندیو د زېرمه کولو لپاره کارول کېدل، ترڅنګ یې ادعا کړې چې د توغندیو د توغولو څلور اډې او یوه بله زېرمه یې هم ویجاړه کړې ده.
له بلې خوا، د حوثیانو پوځي ویاند، یحیی سریع، ویلي چې ډلې یې د عدن او لحج په ولایتونو کې د سعودي لخوا ملاتړ کېدونکو یمني حکومتي ځواکونو پر پوځي ناستو او د وسلو پر زېرمتونونو بالستیک توغندي توغولي او د مرګ ژوبلې ادعا یې کړی ده.
د دغو ادعاو خپلواک پخلی نه دی شوی.
د الوتنو ګډوډي
په سعودي عربستان کې د الوتنو سفرونه د حوثیانو د بریدونو له امله له پراخې ګډوډۍ سره مخ شوي. حوثیانو په سعودي کې هوایی ډګرونه، د انرژۍ بنسټونه او نور ځایونه په نښه کړي دي.
د رویټرز په حواله، د هوایي معلوماتو شنونکې ادارې "سیریم" (Cirium) د معلوماتو له مخې، د اکټوبر له ۸مې تر ۲۵مې نېټې پورې په ریاض کې د پاچا خالد نړیوال هوایی ډګر نږدې ۸۶ سلنه ټاکل شوې الوتنې لغوه شوې وې.
د اژانس په وینا، هوایی ډګر د دغې میاشتې پر لسمه نېټه له برید وروسته (چې ۱۳ کسان په کې ووژل شول) د کار له ځنډ، د یکشنبې پر ورځ په لږ څه احتیاط بېرته پرانیستل شو. حوثیانو وویل چې دوی د دوشنبې پر ورځ دا هوایی ډګر بیا په نښه کړی او دا یې "پوځي موخه" بللې ده.
ډیپلوماټیکې هڅې د پوځي تاوتریخوالي سره جوخت، د سعودي د دفاع وزیر، شهزاده خالد بن سلمان، د دوشنبې پر ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې په یوه غونډه کې برخه واخیسته چې د ایران، ترکیې او پاکستان چارواکي هم په کې وو.
د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" په وینا، څلورو هېوادونو پرېکړه وکړه چې د همکارۍ زياتولو پر سر، په ځانګړي ډول د سیمه ییز امنیت په برخه کې خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو د بلې غونډې وخت او ځای یې ونه ټاکه.
سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یوې ټلوالې مشري کوي چې د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت ملاتړ لپاره د حوثیانو پر وړاندې جګړه وکړي. حوثیان دا مهال پر پلازمېنه صنعا او د هېواد پر نورو برخو ولکه لري.
د دواړو لورو ترمنځ جګړه د هغې اوربند له پای ته رسېدو وروسته بیا پیل شوه چې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب رامنځته شوی و او د ائتلاف او حوثیانو ترمنځ یې متقابل بریدونه تر ډېره درولي وو.
سعودي پر دې ډلې خپلو بریدونو ته هغه مهال زور ورکړ چې تېره میاشت حوثیانو د سره سمندر پر غاړه د یمن په ساحل کې ستراتیژیکې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د باب المندب تنګي په لور مخ پر وړاندې لاړل، څه چې د نړیوال سمندري او سوداګریز تګ راتګ یوه مهم لاره ده.