پاکستان کې د مایع ګاز بیه له ۶۰۰ کلدارو اوښتې؛ لاملونه یې څه دي؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د اوبلن ګاز یا اېل‌پي‌جي بیه د پام وړ لوړه شوې او یو کیلو یې له ۶۰۰ کلدارو (۱۴۰ افغانيو) اوښتی دی.

د پاکستان د احصایې فدرالي ادارې هم روانه اوونۍ د ګرانۍ په تړاو خپل راپور کې د اوبلن ګاز د بیو د پام وړ لوړېدو پخلی کړی دی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه هېواد کې د اېل‌پي‌جي ګاز بیه څه باندې ۲۲ سلنه لوړه شوې او که د تېر (۲۰۲۵) کال له اکتوبر سره پرتله شي، نو ۱۰۷ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

پاکستان کې د ګازو پلورونکي وايي، د یوې ۱۱ اعشاریه ۶۷ کیلویۍ ډبې (سلنډر) بیه، چې تېره اوونۍ ۴۵۰۰ زره کلدارې وه، اوس تر ۷۰۰۰ رسېدلې ده.

د پاکستان د احصایې مرکزي اداره وايي، دمګړۍ د دغه هېواد په ځینو برخو کې یو کیلو اېل‌پي‌جي ګاز ۵۵۰ او په نورو کې بیا ان تر ۶۱۰ کلدارو پلورل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د تېلو او ګازو د بیو څارونکې ادارې اکتوبر لپاره د اېل‌پي‌جي ګاز بیه ۲۷۹ کلدارې ټاکلې.

اېل پي جي یا مایع پټرولیم ګاز (Liquefied Petroleum Gas) د هایدروکاربن ګازونو یوه ګډوله ده چې تر فشار لاندې اوبلن حالت ته اوړي او په کورونو، هوټلونو او موټرو کې د سونتوکو په توګه کارول کېږي۔

په پاکستان کې د ژمي له را رسېدو او د هوا له سړېدو سره د دغه ګاز کارېده او اړتیا زیاتېږي، چې معمولآ پر بیو هم اغېزه کوي.

خو روان کال د بیو د پاموړ لوړوالی یو مهم لامل دا دی چې له ایران سره لارې تړلې او د ګازو واردات له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د یادونې ده چې په منځني ختیځ کې له کړکېچونو سره د سونتوکو پر څاګانو او چاڼخونو بریدونو او همدا راز په هرمز تنګي او باب‌المندب کې د سونتوکو لېږدونکو کښتیو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونو هم د سیمې او نړۍ بازارونو ته د سونتوکو رسېدل اغېزمن او بیې لوړې کړې دي.

تور بازار او ناسم مدیریت

پاکستان په کور دننه هم ګاز او تېل تولیدوي، خو خپله اړتیا نه شي پوره کولی.

په دغه هېواد کې د اېل‌پي‌جي ګاز د وېشونکو ټولنې مشر عرفان کوکر وايي، بیې ښايي په راتلونکو ورځو کې نورې هم لوړې شي.

هغه ویلي، "له ایران سره د پولې تړل کېدو واردات اغېزمن کړي دي."

نوموړي زیاته کړې چې د تنظیموونکې اداره باید د حکومت لخوا په ټاکل شوې بیه د ګازو پلور یقیني‌ کړي.

کوکر ادعا کړې، چې د اېل‌پي‌جي ګاز ډېره برخه له کورنیو چاڼخونو او د ګازو له میدانونو ترلاسه کېږي، خو د منظم څار د نشتوالي له کبله تور بازار ته ځي.