ملګري ملتونه: په افغانستان کې د تریاکو تولید د تېر کال پرتله زیات شوی، د طالبانو حکومت دا خبره ردوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو دفتر (یو این او ډي سي) د ۲۰۲۶ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او د تریاکو تولید د تېر کال په پرتله په څرګند ډول زیات شوی دی.
دغه سروې نن (پنجشبنه اکتوبر ۲۹مه) خپره شوې ده.
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي د ملګرو ملتونو دغه تازه شمېرې ردوي او له هغو شمېرو سره یې په ټکر کې بولي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو راټولې کړې دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د تېر کال پرتله د کوکنارو د کښت کچه ۳۳۰ سلنه او د تریاکو تولید ۴۰۰ سلنه لوړ شوی دی.
دغه راز د کوکنارو د کښت ساحه اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۱۶ ولایتونو ته غځېدلې ده، چې دا د ۲۰۲۵ کال پرتله پنځه ولایتونه زیات دي.
راپور زیاتوي چې داسې ښکاري د افغانستان د مخدره موادو د ممنوع کولو بندیز کمزوری شوی دی، که څه هم اټکلونه ښيي چې د کوکنارو د کښت کچه لا هم د بندیز له لګېدو مخکې وخت پرتله د پام وړ ټیټه ده.
د سروې له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو تر کښت لاندې ځمکه له ۴۳ زرو هکټارو څخه اوښتې ده، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰ زره هکټاره و.
دغه راز اټکل کېږي چې د تریاکو تولید به له شاوخوا ۳۰۰ ټنو څخه، چې تېر کال ثبت شوی و، په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شوی وي.
د طالبانو حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، MOI
بل لور د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو ادارې یو این او ډي سي دغه شمېرې ''له خپلو رسمي معلوماتو او ساحوي شواهدو سره په ټکر کې بولي او په کلکه یې ردوي.''
د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت له لوري په دې هکله اعلامیه کې ویل شوي: ''د دې معینیت په باور، یاد راپور شته وضعیت په کره توګه نه دی منعکس کړی او د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې عملي لاستهراوړنې یې له پامه غورځولې دي.''
په اعلامیه کې راغلي، ''د دې معینیت د جغرافیایي معلوماتو او ساحوي راپورونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د هېواد په هغو ولایتونو کې چې کښت ترسره شوی و، له ۲۶ زره هکټاره زیاته ځمکه د نشهيي توکو له تولیدوونکو بوټو څخه پاکه شوې ده.''
د اعلامیې په ټکیو، ''د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له ساحوي معلوماتو او د کروندو د اړولو له اسنادو سره له پرتله کولو پرته، د سپوږمکۍ پر انځورونو، اټکلي محاسبو او د مغرضو کړیو په غلطو معلوماتو تکیه د قطعي پایلو د وړاندې کولو لپاره بسنه نه کوي.''
په اعلامیه کې زیاته شوې: ''د عملیاتو له پیل وړاندې په سپوږمکۍ انځورونو کې د یوې کروندې موجودیت، د حاصل تر ټولولو پورې د هغې د پاتې کېدو معنا نه لري او باید د تولید د محاسبې بنسټ ونه ګرځول شي.''
په اعلامیه کې راغلي، چې د یو این او ډي سي رپوټ ''د شاوخوا ۴۳٬۳۰۰ هکټاره کوکنارو د کښت او نږدې ۱٬۵۰۰ مټریک ټنه تریاکو د تولید اټکل'' د طالبانو حکومت اړوند ادارو له ارزونو سره بنسټیز توپیر لري.
اعلامیه زیاتوي: ''د ساحوي معلوماتو له مخې، په روان کال کې د نشهيي توکو د تولیدوونکو بوټو د کښت پېژندل شوې ساحه شاوخوا ۲۶ زره هکټاره وه چې حاصل ته تر رسیدو وړاندې پرې د محوې عمليات ترسره شوي او د معینیت د ارزونو له مخې، له دغو عملیاتو وروسته د پاتې کښت کچه نږدې صفر ته رسېدلې ده.''

د عکس سرچینه، MOI
د بزګرانو پټې کروندې
د طالبانو د حکومت د چارواکو د راپور له مخې، د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو هڅې لا هم په جدي توګه روانې دي او تر اوسه ۲۲ زره هکټاره د کوکنارو کرل شوې کرونده ویجاړه شوې ده.
خو د ملګرو ملتونو راپور وايي چې داسې ښکاري ډېرو بزګرانو د پلي کېدونکو اقداماتو د مخنیوي لپاره د کښت ډولونه بدل کړي دي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر موندلې چې یو شمېر بزګران د کوکنارو کوچنۍ کروندې د غلو دانو په پټیو کې یا هم د دیوال لرونکو احاطو دننه پټوي.
ځینې نور بیا د کوکنارو د کرلو او حاصلاتو د راټولولو وختونه په بېلابېلو مودو کې تنظیموي، چې د پېژندل کېدو او نیول کېدو خطر کم کړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر اجرائیوي مشرې مونیکا جوما وویل: ''د تریاکو لپاره د کوکنارو په کښت کې څلور برابره زیاتوالی ښيي چې د ناقانونه تریاکو د کښت کم ساتل هغه مهال ستونزمن وي، کله چې بې وزله بزګران د خپلو کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لپاره نور بدیلونه ونه لري.''
هغې زیاته کړه: ''حاکم چارواکي او نړیواله ټولنه باید د کرنیزو ټولنو د ملاتړ لپاره په ګډه کار وکړي او د خلکو د عایداتي فرصتونو، کرنیزو زیربناوو او بازارونو ته د لاسرسي په برخه کې پانګونه وکړي.''
د نوموړي په ټکو په ټوله کې، د ۲۰۲۶ کال پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو د ټولو کرل شوو ځمکو درې پر څلورمه برخه د هېواد په شمال ختیځه سیمه کې موقعیت درلود، چې له همدې امله دا سیمه د افغانستان د کوکنارو د کښت تر ټولو مهم مرکز ګرځېدلې ده.
د بندیز له پلي کېدو وړاندې، د کوکنارو ډېره برخه کښت د هېواد په سوېل لوېدیځه سیمه کې ترسره کېده.
د تریاکو بیې
ویل کېږي، د تریاکو بیه هم یو څه راټیټه شوې ده. په ۲۰۲۵ کال کې د هر کیلوګرام تریاکو بیه ۵۷۰ امریکايي ډالره وه، خو په ۲۰۲۶ کال کې ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلې ده. خو دغه بیه لا هم د بندیز له پلي کېدو مخکې وخت پرتله ډېره لوړه ده، ځکه هغه مهال د هر کیلوګرام تریاکو ارزښت تر ۱۰۰ ډالرو کم و.
د بېلابېلو سیمو ترمنځ د بیو څرګند توپیر ښايي له شمال ختیځه د افغانستان سوېل لوېدیځو سیمو ته د تریاکو کورنی قاچاق وهڅوي.
مونیکا جوما هم وویل: ''د مخدره توکو د قاچاق د پولې هاخوا شبکو د څېړلو او له منځه وړلو لپاره، که په افغانستان کې وي او که د نړۍ په نورو برخو کې، نړیواله همکاري اړینه ده. په نورو ټکیو د کوکنارو د کښت دوامداره کمښت هغه مهال شونی دی چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره پراختیايي تګلارې پلي شي او ورسره د قاچاقبرانو پر ضد قانوني اقدامات هم ترسره شي.''
د ملګرو ملتونو رپوټ وايي چې پر نشه يي توکو له بندیز وروسته، د افیوني موادو سیمهییز قاچاق، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې کم شوی، لا هم دوام لري.
د سروې له مخې، قاچاقبرانو ښايي د تریاکو له زېرمو کار اخیستی وي چې د مخدره توکو په عرضه کې د احتمالي کمښت مخه ونیسي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر د ۲۰۲۶ کال نړیوال راپور هم لومړنیو نښو ته اشاره کړې چې ښيي په اروپا کې د هیروئینو عرضه کمه شوې ده.
د عرضې دغه کمښت په داسې حال کې رامنځته شوی چې غوښتنه او بیې لا هم لوړې دي، او دا چاره ښايي په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د تریاکو د تولید لپاره لا ډېرې انګېزې رامنځته کړي.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر وايي چې د کوکنارو د کښت، د تریاکو د تولید، بیو او د قاچاق د بهیرونو دوامداره څارنه اړینه ده، چې روښانه شي چې اوسنی زیاتوالی لنډمهاله دی او که په افغانستان کې د تریاکو او هیروئینو د تولید د نوې ودې پیل دی.




















