BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز: "د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره لارې وې"
د افغانستان د پخواني حکومت لوی درستیز جنرال هبت الله علیزي له یوې امریکايي رسنۍ "سي بي اېس" سره په یوه وروستۍ مرکه کې ادعا کړې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره او د پخواني حکومت د پرځېدو په وروستیو اونیوو کې د طالبانو پر وړاندې د هېواد دفاع لپاره د پخواني حکومت له دفاع وزارت سره هېڅ پلان نه و. له افغانستانه د امریکا د وروستي سرتېري د وتلو پنځمه کلیزه ده او ښاغلي علیزي د همدې ورځې په مناسبت دا تازه څرګندونې کړې دي. ښاغلي علیزي ادعا کړې چې نوموړي د طالبانو د چټک پرمختګ د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او دفاع وزارت ته استولې وه، خو د حکومت د پرېکړو بهیر ورو او د طالبانو پرمختګ په چټکۍ روان و.
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: د ایران بریدونو ته به کلک ځواب ورکړو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نيوز سره په يوه ټليفوني مرکه کې، ويلي په اردن کې د امریکا پر اډو د ایران بریدونو ته به کلک ځواب ورکړي. تېره شپه سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر کارک ټاپو د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو برید کړی چې په وینا یې دروند زيان یې "ورته اړولی دی".
نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۹۰۰ واوښت او نژدې پنځه زره کسان نادرکه دي
په نيپال او تبت کې د تېرې چهارشنبې ورځې د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله د مړو او لادرکه شويو کسانو شمېر په داسې حال کې مخ په زياتېدو دی چې د شپږمې ورځې لپاره هم دلته د ژغورنې عمليات روان دي.
د افغان ملت ګوند پخوانی مشر او لیکوال ډاکټر محمد امین واکمن ومړ
د افغان ملت ګوند پخوانی مشر ډاکتر محمد امین واکمن د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ومړ. محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند له هغو پخوانیو مشهورو څېرو و چې د افغانستان په سیاسي او فرهنګي برخو کې یې اوږدمهاله فعالیت درلود. نوموړی له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۵ کاله د افغان ملت د یوې څانګې مشر پاتې شوی چې بیا وروسته یې د "افغان ټولنپال ولسواک ګوند" سیاسي مشري کړې ده.
د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي
له بندره له وتلو وروسته د نژدې ۲۷۰ کسانو لېږدونکې کښتۍ د اوښتو له امله د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري. قبرس وايي، کښتۍ د کیرینیا له ساحلي ښارګوټي له خوځېدا وروسته اوبو اخیستې ده. پېښه کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او تر لسو ډېر نور لا هم ورک دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"
په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.
د نیپال د یوه ښوونځي مدیر: "ویاړم چې د ښوونځي ۹۰۰ ماشومان مو وژغورل"
راجندرا داواډي له هغه وروسته په چټکۍ اقدام وکړ چې د هغه ښوونځي په لور د اوبو راخوځېدو خبرداری ورکړل شو.
عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل
د روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د وارډ دروازه قفل نه وه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پرې امنیتي ساتونکي ولاړ وو.
د کویت او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون... د خلیج امنیت کې به رول ولري؟
کویت او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ. که څه هم دا اتفاق یوه دودیزه پوځي بڼه لري، خو د هغې د وخت ټاکل یو لړ پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول له دې امله چې دا پرېکړه د "مکې له تړونه" تر یوې میاشتې هم په کمه موده کې رامنځته کېږي او په داسې یو وخت کې کېږي چې د خلیج سیمه په خپل امنیتي غونډال 'نظام' کې د بدلونونو او بیامنظمېدو شاهده ده.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































