
ځینو هېوادو پر الجزایر نیوکې کړې، چې ولې یې د دوی له خوښې پرته خپلو پوځیانو ته امر کړی چې پر یرغمل کوونکو برید وکړي.
د الجزایر دولتي خبري آژانس وايي اوس څرګنده شوې، چې ۱۲ برمته شوي بهرنيان او الجزایريان د ګازو په هغه کارځای کې وژل شوي چې د چهارشنبې په ورځ پرې اورپکو برید وکړ او یو شمېر کسان یې په کې برمته کړل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي یو وژل شوی کس فرانسوی دی.
له الجزایره یو ورکړل شوی رپوټ وايي که څه هم ۱۰۰ تنه بهرنیان ژغورل شوي، خو اوس هم د ۳۰ په شاخوا کې بهرنیان بې درکه دي.
ځینو هېوادو پر الجزایر نیوکې کړې، چې ولې یې د دوی له خوښې پرته خپلو پوځیانو ته امر کړی چې پر یرغمل کوونکو برید وکړي. خو د الجزایر د مخابراتو وزیر محمد السعید وايي دوی اړ وو، چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره سملاسي اقدام وکړي.
په یوه رپوټ کې راغلي چې د بیلا بیلو هېوادونو لسګونو اورپکو د ګازو پر دغه کارځای، چې په څو کیلومتره سیمه کې پروت دی، په برید کې ونډه درلوده. دغه ځای کې د الجزایر پوځي عملیات لاهم روان دي.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په الجزایر کې حالات ستونزمن بللي او وايي چې د برمته شویو کسانو ژوند اوس هم په خطر کې دی.

له الجزایره یو ورکړل شوی رپوټ وايي که څه هم ۱۰۰ تنه بهرنیان ژغورل شوي، خو اوس هم د ۳۰ په شاخوا کې بهرنیان بې درکه دي.
هغې وویل د الجزایر پر حکومت یې فشار اچولی چې د بي ګناه کسانو ژوند وژغوري. یو نا تایید شوی رپوټ وايي د ګازو په کارځای کې یو امریکایی وژل شوی دی.
رپوټونه وايي اورپکو امریکا ته وړاندیز کړی چې د دوو برمته شویو امریکایانو د خوشي کولو په بدل کې د لوړې کچې دوه الجزایري کسان چې په امریکا کې په ترهګریزو اعمالو محکوم شوي، خوشي کړي.
خو د امریکا حکومت وايي له اورپکو سره خبرې نه کوي. د امریکا ترڅنګ جاپان او ناروې هم له الجزایره غوښتنه کړې چې د برمته شویو کسانو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.












