BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ذبيح الله مجاهد

    خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"

    په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.

  • د غیر قانوني کډوالو یوه ډله د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ایس) یوې چارټر الوتکې ته خېژي

    د ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي‌ افریقا جمهوریت ته لېږلي

    امریکایۍ رسنۍ وايي، د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته استولي دي.‌ اسوشیټډ پرس خبري اژانس لیکلي، د کډوالو دا جوپه شنبه (د اګست ۲۹مه)، د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته استول شوې ده. اې‌پي خبري اژانس وايي، په دوی کې داسې یو افغان هم دی، چې دوو وروڼو یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.‌

  • بغلان

    'ملي مقاومت جبهې' افغانستان کې د خپلو دوو نورو "قوماندانانو" وژل کېدل تایید کړل

    د "ملي مقاومت جبهې" په نوم د طالبانو حکومت مخالفې ډلې د خپلو دوو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. دې ډلې پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې "قوماندان شمس‌الدین" او "قوماندان بابه" د طالب ځواکونو له لوري په یوه "کمین" کې وژل شوي دي.

  • نیپال

    نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

    د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي. د ملګرو ملتونو همغږي‌کوونکی وايي د هند او چین دواړو ژغورندوی ټیمونه چې پرون راورسېدل، د اضافي ملاتړ او مرستو چمتو کولو په برخه کې کار کوي.

  • A woman in distress outside the Pakistan Institute of Medical Sciences (PIMS) Hospital in Islamabad

    عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل

    د روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د وارډ دروازه قفل نه وه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پرې امنیتي ساتونکي ولاړ وو.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • نیپال
  • ګوریلا
  • کابل هوايي ډګر سره د داعش ځانمرګی برید
  • نیپال کې سېلاب
  • تازه مېوې
  • یو خوارځواکی افغان ماشوم
  • Shubham Kormewar
  • یوه روباټه ښځه په چین کې
  • غڼه او مار
  • روباټونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • یو انځور د کویت د دفاع وزیر شیخ عبدالله علي عبدالله السالم الصباح ښيي چې د خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف تر څنګ کې دی

    د کویت او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون... د خلیج امنیت کې به رول ولري؟

    کویت او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ. که څه هم دا اتفاق یوه دودیزه پوځي بڼه لري، خو د هغې د وخت ټاکل یو لړ پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول له دې امله چې دا پرېکړه د "مکې له تړونه" تر یوې میاشتې هم په کمه موده کې رامنځته کېږي او په داسې یو وخت کې کېږي چې د خلیج سیمه په خپل امنیتي غونډال 'نظام' کې د بدلونونو او بیامنظمېدو شاهده ده.

  • سمبولیک انځور

    هغه کلی چې د واده لپاره د نجونو نه موندل ځوانان ځانوژنې ته اړباسي

    د هند د پولیسو د معلوماتو له مخې، د جلګاون ولسوالۍ کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې، په شپږو میاشتو کې ۳۸۳ نارینه وو ځان وژنه کړې ده. د پولیسو په وینا، د ځان وژنې لاملونه بې واده پاتې کېدل، په نشه يي توکو روږديتوب، خپګان، کورني ستونزې او پورونه وو. په ۲۹ پېښو کې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات هم یو لامل بلل شوی دی.

  • په پیل کې رضا خان غوښتل چې د ترکیې د سیکولر مشر مصطفی کمال اتاترک په څېر د جمهوریت ولسمشر شي.

    هغه وخت چې بریتانیا او شوروي اتحاد په شپږ ورځو کې ایران لاندې کړ

    د ۱۹۴۱ کال د اګست د ۲۵مې نېټې پر سهار بریتانوي او شوروي ځواکونو له شمال او سویله ایران ته ننوتل. دا په منځني ختیځ کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال له خورا حساسو او مهمو پېښو ګڼل کېږي. ایران د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته د بې طرفۍ اعلان کړی و. د ایران د وخت پاچا رضا شاه پهلوي هڅه کوله چې دا پالیسي وساتي. خو د ۱۹۴۱ کال په دوبي کې رامنځته شویو پوځي پرمختګونو د بریتانیا او شوروي اتحاد محاسبې او لیدلوری په بنسټیز ډول بدل کړ.

  • BBC

    د بي‌بي‌سي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟

    بي‌بي‌سي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري. هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه، چې مونږ ورسرمرکه وکړه.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي