عراقي ځواکونو برمته شوي کسان خوشي کړي

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۸۰۰۰ ملکيان او شاوخوا ۱۰۰۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي
د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې نژدې ۸۰۰۰ ملکيان او شاوخوا ۱۰۰۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي
د خپرېدو وخت

په عراق کې چارواکي وايي امنيتي ځواکونو په بغداد کې د بشري حقونو له وزارت سره نژدې په يوه ودانۍ کې د وسله والو له لوري ټول برمته شوي کسان خوشي کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت يوه وياند بي بي سي ته وويل امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د اتو بريدګرو له ډلې درې هغه يې وژلي دي.

د دغه برید مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې وړاندې په القاعده پورې تړلو سني تندلارو دا ډول بريدونه کړي دي.

تر اوسه د برمته شويو شمېر او دا چې څوک دي څه نه دي ویل شوي.

دغه يرغمل نيونه پر داسې مهال شوېو چې په فلوجه او رمادي کې د حکومتي ځواکونو او سنيانو ترمنځ ترينګلتيا موجوده ده.

سنيان وايي د لومړي وزير نوري المالکي په مشرۍ حکومت هڅه کوي، چې دوی له سياسي ډګره يو څنګ ته کړي.

خو نوري المالکي دغه تورونه ردوي.

په تېر کال کې په ټول عراق کې د تاوتريخوالي څپې خپرې شوې او ګراف يې په ۲۰۰۷ کال د فرقه يي شخړو له اوج نه، هم لوړ شو.

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۱۳ کال کې ۷۸۱۸ ملکيان او ۱۰۵۰ امنيتي ځواکونه د جګړو او تاوتريخوالي پر مهال وژل شوي دي.