د روسیې دفاع وزیر دمشق ته په ناڅاپي سفر تللی

د خپرېدو وخت

د روسیې دفاع وزیر سرګی شویګو له وړاندې په نااعلان شوي سفر پلازمېنې دمشق ته تللی او د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره یې کتلي دي.

د راپورونو له مخې، ښاغلی شویګو د لاذقیې ولایت په "حمیمیم" کې د روسیې له هوایي اډې لیدنه کړې ده.

دا ناڅاپي سفر داسې مهال ترسره کېږی چې واشنګټن د هغه څه له امله چې وایي "روسي الوتکو د امریکا پر ملاتړ لرونکو ځواکونو بمباري کړې" اندېښنه ښوولې ده.

سوریه کې د روسیې هوایي بریدونو له بشار اسد سره ډېره مرسته کړې او دا هغه څه دي چې واشنګټن او مسکو پرې د نظر سخت اختلاف لري. سوریه کې فعالو وسله والو ډلو پر سر د نظر اختلاف هم ددې اختلافاتو له ډلې دي.

سوریه کې د روسیې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د سوریې پر هوا ۱۰ زره الوتنې شوي او وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، ددې هېواد پوځیانو "د ترهګرو سازمانونو اړوند" له ۳۰ زرو ډېر هدفونه په نښه کړي دي.

ایران د روسیې پوځي اقدام په ستاینې، هغه په سیمه کې له "ترهګرۍ" سره په مقابله کې اغېزمن بللی دی.

ایران او روسیه د سوریې وروستیو پنځو کلونو په جګړو کې د بشار اسد حکومت له مهمو ملګرو هېوادونو دي او په دې موده کې یې له نژدې همکاري کړې ده.

د ایران، روسیې او سوریې دفاع وزیرانو په دې وروستیو کې په تهران کې سره لیده کاته کړي دي.