BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"
په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.
د ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي
امریکایۍ رسنۍ وايي، د ډونلډ ټرمپ حکومت د ۱۲ افغانانو په ګډون لسګونه کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته استولي دي. اسوشیټډ پرس خبري اژانس لیکلي، د کډوالو دا جوپه شنبه (د اګست ۲۹مه)، د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته استول شوې ده. اېپي خبري اژانس وايي، په دوی کې داسې یو افغان هم دی، چې دوو وروڼو یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
'ملي مقاومت جبهې' افغانستان کې د خپلو دوو نورو "قوماندانانو" وژل کېدل تایید کړل
د "ملي مقاومت جبهې" په نوم د طالبانو حکومت مخالفې ډلې د خپلو دوو قوماندانانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. دې ډلې پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې "قوماندان شمسالدین" او "قوماندان بابه" د طالب ځواکونو له لوري په یوه "کمین" کې وژل شوي دي.
نیپال او تبت کې سېلابونه؛ د مړو شمېر تر ۷۰۰ واوښت
د نیپال د پیښو د خطر کمولو او مدیریت ملي اداره د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې، په نیپال او تبت کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۷۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي چې په دې ناورین کې لږ تر لږه ۲,۴۹۸ کسان ژغورل شوي او ۲۱۹ نور ټپیان شوي. د ملګرو ملتونو همغږيکوونکی وايي د هند او چین دواړو ژغورندوی ټیمونه چې پرون راورسېدل، د اضافي ملاتړ او مرستو چمتو کولو په برخه کې کار کوي.
عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل
د روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د وارډ دروازه قفل نه وه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پرې امنیتي ساتونکي ولاړ وو.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د کویت او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون... د خلیج امنیت کې به رول ولري؟
کویت او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ. که څه هم دا اتفاق یوه دودیزه پوځي بڼه لري، خو د هغې د وخت ټاکل یو لړ پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول له دې امله چې دا پرېکړه د "مکې له تړونه" تر یوې میاشتې هم په کمه موده کې رامنځته کېږي او په داسې یو وخت کې کېږي چې د خلیج سیمه په خپل امنیتي غونډال 'نظام' کې د بدلونونو او بیامنظمېدو شاهده ده.
هغه کلی چې د واده لپاره د نجونو نه موندل ځوانان ځانوژنې ته اړباسي
د هند د پولیسو د معلوماتو له مخې، د جلګاون ولسوالۍ کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې، په شپږو میاشتو کې ۳۸۳ نارینه وو ځان وژنه کړې ده. د پولیسو په وینا، د ځان وژنې لاملونه بې واده پاتې کېدل، په نشه يي توکو روږديتوب، خپګان، کورني ستونزې او پورونه وو. په ۲۹ پېښو کې د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات هم یو لامل بلل شوی دی.
هغه وخت چې بریتانیا او شوروي اتحاد په شپږ ورځو کې ایران لاندې کړ
د ۱۹۴۱ کال د اګست د ۲۵مې نېټې پر سهار بریتانوي او شوروي ځواکونو له شمال او سویله ایران ته ننوتل. دا په منځني ختیځ کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال له خورا حساسو او مهمو پېښو ګڼل کېږي. ایران د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته د بې طرفۍ اعلان کړی و. د ایران د وخت پاچا رضا شاه پهلوي هڅه کوله چې دا پالیسي وساتي. خو د ۱۹۴۱ کال په دوبي کې رامنځته شویو پوځي پرمختګونو د بریتانیا او شوروي اتحاد محاسبې او لیدلوری په بنسټیز ډول بدل کړ.
د بيبيسي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟
بيبيسي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري. هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه، چې مونږ ورسرمرکه وکړه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































