BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, پر لارک له برید وروسته اردن کې پر امریکايي ځواکونو د ایران برید؛ د تېلو بیه تر دوه سلنې لوړه شوه
امریکايي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې؛ هغه برید چې د سپاه پاسداران په وینا، یو شمېر پوځیان او ملکیان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي او د ځواب ورکولو ژمنه یې وکړه. څو ساعته وروسته، سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او بېپيلوټه الوتکو په نښه کړې دي. د اردن پوځ هم ویلي چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیسټمونو اته هغه توغندي شنډ کړي دي چې د دوشنبې په سهار د اردن هوايي حریم ته ننوتي وو.
د افغان ملت ګوند پخوانی مشر او لیکوال ډاکټر محمد امین واکمن ومړ
د افغان ملت ګوند پخوانی مشر ډاکتر محمد امین واکمن د ۸۶ کلونو په عمر د امریکا په ویرجینیا ایالت کې ومړ. محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند له هغو پخوانیو مشهورو څېرو و چې د افغانستان په سیاسي او فرهنګي برخو کې یې اوږدمهاله فعالیت درلود. نوموړی له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۵ کاله د افغان ملت د یوې څانګې مشر پاتې شوی چې بیا وروسته یې د "افغان ټولنپال ولسواک ګوند" سیاسي مشري کړې ده.
د شمالي قبرس ساحل ته نژدې د مسافر وړونکې کښتۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي
له بندره له وتلو وروسته د نژدې ۲۷۰ کسانو لېږدونکې کښتۍ د اوښتو له امله د لټون او ژغورنې عملیات دوام لري. قبرس وايي، کښتۍ د کیرینیا له ساحلي ښارګوټي له خوځېدا وروسته اوبو اخیستې ده. پېښه کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او تر لسو ډېر نور لا هم ورک دي.
د نیپال د یوه ښوونځي مدیر: "ویاړم چې د ښوونځي ۹۰۰ ماشومان مو وژغورل"
راجندرا داواډي له هغه وروسته په چټکۍ اقدام وکړ چې د هغه ښوونځي په لور د اوبو راخوځېدو خبرداری ورکړل شو.
خصوصي پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تړل کېدل؛ ذبيح الله مجاهد وايي "دولتي کې ورته ډېر پام کېږي"
په افغانستان کې يو شمېر خصوصي پوهنتونونو ته د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت له خوا څو ورځې وړاندې په استول شوي مکتوب کې امر شوی وو چې د حقوقو او سياسي علومو په ګډون ځینې پوهنځي وتړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد نن يکشنبې په يوه غونډه کې وويل دا پرېکړه ښايي د هغو خصوصي پوهنتونو په اړه شوې چې دغه برخه په کې "ډېره کمزورې او یا ضعیفه تدريس" کېده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
عیني شاهدان: ور راپسې تړلی و، اور ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان ووژل
د روغتون یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د وارډ دروازه قفل نه وه، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره پرې امنیتي ساتونکي ولاړ وو.
د کویت او پاکستان ترمنځ دفاعي تړون... د خلیج امنیت کې به رول ولري؟
کویت او پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ. که څه هم دا اتفاق یوه دودیزه پوځي بڼه لري، خو د هغې د وخت ټاکل یو لړ پوښتنې راپورته کوي؛ په ځانګړي ډول له دې امله چې دا پرېکړه د "مکې له تړونه" تر یوې میاشتې هم په کمه موده کې رامنځته کېږي او په داسې یو وخت کې کېږي چې د خلیج سیمه په خپل امنیتي غونډال 'نظام' کې د بدلونونو او بیامنظمېدو شاهده ده.
هغه وخت چې بریتانیا او شوروي اتحاد په شپږ ورځو کې ایران لاندې کړ
د ۱۹۴۱ کال د اګست د ۲۵مې نېټې پر سهار بریتانوي او شوروي ځواکونو له شمال او سویله ایران ته ننوتل. دا په منځني ختیځ کې د دویمې نړیوالې جګړې د مهال له خورا حساسو او مهمو پېښو ګڼل کېږي. ایران د دویمې نړیوالې جګړې له پیل وروسته د بې طرفۍ اعلان کړی و. د ایران د وخت پاچا رضا شاه پهلوي هڅه کوله چې دا پالیسي وساتي. خو د ۱۹۴۱ کال په دوبي کې رامنځته شویو پوځي پرمختګونو د بریتانیا او شوروي اتحاد محاسبې او لیدلوری په بنسټیز ډول بدل کړ.
د بيبيسي رپوټ څنګه د یوه نابینا پلار او د هغه د کورنۍ ژوند بدل کړ؟
بيبيسي شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې د بلال خان په نامه د یوه نابینا افغان د ژوند کیسه خپره کړې وه، چې څلور ماشومان لري. هغه له خپلې کورنۍ سره د افغانستان په شمال کندز ولایت کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کاوه، چې مونږ ورسرمرکه وکړه.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































