سوېلي کوریا ته د شمالي کوریا خبرداری: کښتۍ مو په نښه کوو

د عکس سرچینه، REUTERS
شمالي کوریا خبرداری ورکړی که د سوېلي کوریا کښتۍ د لانجمنې سمندري پولې اوبو ته ننوځي، دوی به پرې ډزې وکړي.
شمالي کوریا یوه ورځ وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې د سوېلي کوریا ځواکونو د هغو دوو کښتیو پر لور ډزې وکړې چې د لنډې مودې لپاره لپاره ددې هېواد تر کنټرول لاندې اوبو ته ننوتي وې.
شمالي کوریا ددغه اقدام په تړاو اعتراض کړی او هغه یې پاروونکی بللی دی.
د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې سوېلي کوریا د خبرو اترو لپاره د شمالي کوریا وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې شمالي کوریا باید لومړی د خپل اټومي پروګرام پایته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي.
د شمالي کوریا د پوځ مشر ویلي، که د سوېلي کوریا کښتۍ ان "یوه ذره" هم د شمالي کوریا اوبو ته ننوځي، دا هېواد به پرې له خبرداري پرته ډزې وکړي.
شمالي کوریا له سوېلي کوریا غوښتي چې پر دغو دوو کښتیو د ډزو له امله بښنه وغواړي.
په وروستۍ یوه اونۍ کې شمالی کوریا له سوېلي کوریا غوښتي ترڅو د پوځي خبرو اترو لپاره ددې هېواد د مشر کیم جونګ اون وړاندیز ومني.
ددې خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترېنګلتیا کمول دي، خو سوېلي کوریا دا وړاندیز رد کړی دی.




















